لیکوال:محمدناصر حلیمي
۲.
قرآني درملنه او وېرجنه ټولنه
نن چې موږ د قرآن کریم
له لارې خپله ټولنه له وېرجن حالته نشو ايستلاى، د ژوند هره برخه کې د حاکمې وېرې،
علتونه دا دي چې موږ د قرآن کریم د ګڼو موضوع ګانو د تطبیق لپاره د خورو ورو
مرغلرو غوندې خور وور علمي غير تطبيقی نصاب او د نړۍ د شلېدلي مرغلين هار د رڼو
دانو غوندې با کفايته کاري او کادري غړي لرو، سالم اداري نظم، باکفايته رهبري او منظم تشکيل نه لرو، سیمه يیز او محلي تتې او بي
خونده لاسته راوړنې هم لرو ؛ خو د نړېوالو لاسته راوړنو لپاره منلی واحد نصاب او منتج
تطبیقي باکفایته
منسجم کوونکی تشکیل نه لرو.
همدا لامل دی، چې د
عزت بښونکي قرآن کریم ترڅنګ مو تاریخ له ترخو، اغزنو او اوښلنو خاطرو ډک دی. د
چنګېز د ظلمونو په اړه د ابن اثیر د تاریخ په لوستو، داسې فکر نشم کولای چې هغه مهال به په مسلمانانو کې د
سورت العصر درک کوونکی هم موجود و.
لامل يې دا دی، چې مسلمان ولس زړه او عقل ته د قرآن کریم له عالمانه تطبيقي انتقال او پېغمبري دود سره هېڅکله لاس
لاندې نه راځي او موږ قرآني نبوي دود له لاسه ورکوو او ورکړی دی. د ماسترۍ د تېزس د ليکلو پر مهال ښوونيزو
ارګانونو کې د ماشومانو سره د کرغېړن او سپک چلن داسې دردوونکي صحنې مې وليدلې، که يې وليکم له اوښکو پرته نه لوستل کېږي.[1]
[1]. د ماسترۍ د تېزس عنوان مې: له نطفې تر اتلس کلنۍ د انسان تعليمي
حقونه په شريعت ، نړيوالو اسنادو ، د افغانستان په قوانينو او ختيځ زون کې پرتليز
ميداني څېړنه.
No comments:
Post a Comment