لیکوال: محمدناصر حلیمي
۲۲. د
هر انسان يادونه
په دې قرآن کې د هر انسان
یادونه شته، انساني اړتیا، وړتیا، روږتیا، رنځونه، درملنې ورته په یادوي او ویښوي
یې، ټول هغه شیان چې د انسان په فطرت کې اغږل شوي له انسانه هېرېږي قرآن همغه فطرت
ور په یادوي.الله تعالی وايي: «لَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ
كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ».[1]
(موږ تاسې ته يو داسې
كتاب درلېږلى، چې همدا ستاسې يادونه پکې ده، ايا خپل عقل نه کاروئ؟).
یعنې دا کتاب باید په قوي بڼه زده او په منتجه توګه پلی شي، له ماشومتوبه عقلي او
عاطفي کچې ته په کتو باید د لورنې، مینې، پاکۍ، پرمختګ او تقوی پر اساس زده او عملي شي، البته
داسې چې د زده کوونکيو او لوستونکو په زړه کې ظلم او فساد ونه پالل شي، روزنيز تعليمي نصاب جوړول او حقپاله تعلیمي چاپېريال رامنځته کول، د قرآنپوهانو اساسي دنده ده، چې له بده مرغه دوی پکې پاتې راغلي دي.
زموږ په ټولنه کې په تعلیمي او تحصیلي ارګانونو
کې پوهنيز، ښوونیز او روزنیز سیستم تر جهالته ښه ؛ خو تر بریده ځکه ډېر زیانمنوونکی دی، چې د
عالمانه رهبرۍ او عاقلانه سمبالنې د نشت ترڅنګ نظري او ویناییز علم دی، نه عملي، منتج او تولیدي په داسې حال کې چې قرآن عملي، منتج او تولیدي علم
دی او د همداسې علم ترلاسولو ته بشري پرګنې هڅوي او چمتو کوي.
No comments:
Post a Comment