"تزکیه"څلور معناوې لري:


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

"تزکیه"څلور معناوې لري:

1.  تږی کول د حقپالنې، مظلوم پالنې، حقیقت موندنې، دردمن نازونې لپاره په انسان کې تنده، هڅه، مينه او لېوالتیا پیدا کول.

2.  للون کول د انسان له ضمیر، وجدان، کورنۍ او ټولنې څخه د بد اخلاقۍ لکه درواغ، خیانت، ریا، ظلم جرړې له بېخه ایستل.

3.  وده ورکول رښتیا، امانت داري، اخلاص او عدالت ته په فرد، کورنۍ او ټولنه کې وده ورکول.

4.   پراخي او پریماني، کله چې انسان په ډېرو نعمتونو کې ډوب وي.

عاطفي، جسمي، عقلي، رواني او اجتماعي قوتونو ته د ودې لپاره مادي او معنوي امکانات ډېروي او پرېمانوي.[1]

پر قر‌آن پوهېدل وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ: (چې تاسو پرکتاب پوه کړي).

٢. علم هغه پوهې ته وايي چې په سلوک کې ښه بدلون، په ټولنه کې سمون په طبیعت کې رغون راولي او بشر لپاره ګټور شي او د قرآني علومو تطبيق همدغه ځانګړنې لري.

د حکمت زده کړه وَالْحِكْمَةَ: د قرآن کریم د تطبیق وګړیزه او ټولنیزه بڼه او پايله.

د راتلونکي دقيق انځور«وَيُعَلِّمُكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ»: (پر هغه مو وپوهوي چې نه پوهېدئ).

كه څه هم د لفظ له پلوه قرآن کریم ته قرآنپوهانو، مدرسو او دیني شخصیتونو ډېر خدمتونه وکړل، د مخارجو، صفاتو، مقدار، مرتبې، اواز، ساه، شکل، صورت، تفخیم، ترقیق، کیفیت، دوقف او اعادې د غلطیو په سمون کې نه هېرېدونکي خدمتونه وکړل، اما د قرآن کریم معنا، تطبیق د ژوندانه ټولو اړخونو ته قرآني رنګ بښل او ژوند د عدالت پر محور څرخول اساسي اما هېر شوی دی.

زما په تجربه او د ماشوم د عقلي، جسمي، رواني او روحي لطافت، نازکوالی او حساسوالي پېژندنې پر بنسټ د قرآن کریم د حفظ لپاره مناسب عمر (۳-۷) کلني ده، هغه هم د ماشوم د او توان هومره، چې درسي محیط پوره له مینې، رحم څخه ډک، مسلکي وي او بتوکي مې ځکه ياد کړل، چې علماء چې د ماشوم د حفظ مخالف دي، هغوى يو دليل دا وايي، چې د ماشوم د لوبې حق ضايع کېږي او لوبه ده، چې ماشوم په عقلي، روحي او جسمي لحاظ پياوړى او کاري ساتي.

متأسفانه بايد ووايو نه د لښتو او څپېړو په زور اوه کلن ماشوم ته دې تر لس کلنۍ د قرآن کریم یوه کلمه هم بې له معنا ونه ښودل شي او (۱۰- ۱۸) کې دې بې تطبیقه قرآن کریم او له هغه وروسته له عملي ژوند سره له تړوا او ژوندي تحلیل پرته ورونښودل شي.

د اسلامي امت د سقوط پر عواملو او د عروج پر اصولو، کړنلارو، دقیقه وړاندوینه، پوهېدنه او لارموندنه پېغمبري دنده ده چي قرآنپوهانو ته دا ژمنې ورتر غاړې دي. متاسفانه زموږ د ټولنې قرآنپوهان پخپلو عادي او معمولي خدماتو وياړي او داسې انګيري چې د پېغمبر د وراثت ژمنه مو ادا کړه. که موږ د رحمة للعالمين، رحمة للناس، رحمة للمؤمنين، هدی للناس، هدی للعالمين، هدی للمؤمنين د ژمنو پر محور خپلې چارې و ارزوو، پوهېږو چې له خپلو ديني ژمنو څومره لرې يو.

قرآن د بشريت د هغه پرمخ تللي او پر مورګو اوښتي، سپېڅلي، اجتماعي، طبیعي ژوند، ريښتینې، پلي کېدونکې او بې بدیله ژوندونې نسخه ده، چې خپلو پلي کوونکيو ته د انسان مادي، معنوي، ظاهري، باطني، دنیوي او اخروي ژوند د ټولو اړخونو ريښتنی سعادت په عملي توګه وړاندې کوي او په پایله واله بڼه يې تضمینوي.

ورځ تربلې بشريت د رڼو عقلونو او سپېڅلو عواطفو د پایله والو طرحو او څېړنو په نتیجه کې د قرآن کریم حقایق د نړېوالو څېړنېزو ارګانونو، پلټونکو ادارو او سرشاره نابغه استعدادونو له لار جوتوي.

مسلمانان د قرآن پالنې د ادعا ترڅنګه په ډېرو بدو کړوونکو سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، اداري، حقوقي او اخلاقي حالاتو کې د خواشینوونکي ژوند دردونه په داسې حال کې ګالي، چې په قرآن کریم کې د هوسا ژوند بې شمېره لارښوونې، وسایل، دلایل او په اسلامي امت کې بې شمېره پاک زړي او روڼ عقله عالمان لرو، چې ستونزې پاى ته رسولاى شي.

لامل یې دا دی، چې د قرآن کریم ژوندی تفسیر او ژوند ولسونو ته نه دی تفسیر شوی دژوند تفسير د قرآن تفسير دی او د قرآن تفسير د ژوند تفسير دی، هغه مفسر چې قرآن تفسيروي او د رېښتني ژوند تفسير ورسره نه وي قرآني موخې نشي ترلاسولی. یا په بله وینا د ژوندانه ستونزو ته قرآني حل لارې نه دي رایستل شوې. یعنې قرآن کریم د تطبیق له لارې د ژوند په موخه نه دی لوستل شوی. قرآن تطبیقي کتاب دی، متأسفانه په مسلمانو ټولنو کې يې ویناییزه بڼه پرنظري اړخ ځواکمنه ده.

نظريې پر عملي اړخ او پایلو هومره ځواکمن دی، چې ژوند مو تریخ او د بشري ناورین وجدان ځپونکی انځور دی.



[1]. (زكا)الشيء زكوا وزكاء وزكاة نما وزاد وفلان صلح وتنعم وكان في خصب فهو زكي (ج) أزكياء ويقال هذا الأمر لا يزكو بفلان لا يليق به (زكي) زكى وزكاء نما وزاد ، (أزكى) الشيء نما وزاد والشيء نماه ، (زكى) الشيء أزكاه وأصلحه وطهره ، مجمع اللغة العربیة بالقاهرة ، معجم الوسيط.

زكا. زكاة المال معروفة. وزكى ماله تزكية ، أي أدى عنه زكاته. وتزكى ، أي تصدق. وزكا: الشفع: يقال: خسا أو زكا. وزكا الزرع يزكو زكاء ممدود ، أي نما. وأزكاه الله. وهذا الامر لا يز كو بفلان ، أي لا يليق به. وغلام زكى ، أي زاك. وقد زكا يزكو زكوا وزكاء ، عن الاخفش. الاموى: زكا الرجل يزكو زكوا ، إذا تنعم وكان في خصب ، ابو نصر اسمعیل ، بن حماد الجوهري ، الصحاح تاج اللغة وصحاح العربية په ج 8 ، ص 280.

زکا: زَكَاةُ المال معروفة. وزَكَّى ماله تَزْكِيَةً ، أي أدَّى عنه زَكاتَهُ. وتَزَكَّى ، أي تصدّق. وزَكّا: الشَفْعُ: يقال: خَساً أو زَكاً. وزَكا الزرع يَزْكو زَكاءً ممدودٌ ، أي نَما. وأَزْكاهُ الله. وهذا الأمر لا يَزْكو بفلانٍ ، أي لا يليق به. وغلامٌ زَكِيٌّ ، أي زَاكٍ. وقد زَكا يَزْكو زُكُوًّاً وزَكاءً. الأمويّ: زَكا الرجل يَزْكو زُكُوّاً ، إذا تنعَّم وكان في خِصب» ابونصر اسمعیل بن حماد الجوهري ، الصحاح في اللغة ج 1 ، ص 289.


No comments:

Post a Comment