بشري اختلاف د رحم پر بنسټ


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

بشري اختلاف د رحم پر بنسټ

اختلاف په ولسونو کې ستر عذاب او په اختلافاتو کې ښکېل ولسونه د خپلې زمانې ستر ظالمان دي او ظالمان د الله تعالی په عذاب کې اخته او د ژوند په ټولو اړخونو کې ورسته او وروسته پاتې قوم دی. له هر قوم سره ستره بي رحمي دا ده چې د اختلاف عواملو ته پکې وده ورکړې او ستر رحم پرې دا دی چې د اتفاق او ورورګلوۍ لاملونه او اسباب پکې وپالې، قرآن د بشريت اختلافي نقطې په ګوته کړي دي، علاج او درملنه یې ښوولې ده او لومړيتوبونه يې په نښه کړي دي. د اختلاف رواني لاملونه، ټولنیز آرونه او اصول يې ښکاره کړي دي، مغرض عاملين یې له خپلو ځانګړنو سره تشخيص کړي دي. په دې اړه يې د درملګرو[1] مسؤوليت، ځانګړنې او کاردود هم روښانه کړی دی.

د قرآن کریم پر ژورې پوهې، لوړ اجتماعي درک، په یو بل دردمن وګړي، مرستندویه ټولنې را پېژندلي دي.

چې دا ټول د قرآن کریم د عاقلانه لوستنې او اجتماعي تطبيق له لارې لاس ته راځي.

(وَاللَّهُ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَةً لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ».[2]

(دا كتاب مو پر تا ځکه نازل كړی دى، چې هغه اختلافونه ورته په حقيقي بڼه روښانه كړې، چې دوی پكى اخته شوي دي. دا كتاب د لارښود او رحمت په توګه نازل شوى دى، هغو خلكو ته چې ويې مني. (تاسې په هر اورښت كې وينئ چې) الله تعالی له اسمانه اوبه ورولې او مړه ځمكه يې پرې ژوندۍ کړه په باوري ډول په دې كې د اورېدونكو لپاره يوه نښانه ده).



[1]. معالجينو.

[2]. النحل: 65.


No comments:

Post a Comment