شپږم فصل پنځم نوم:ذکر


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

شپږم فصل

پنځم نوم:ذکر

ذكر: پند او عبرت

په قرآن کریم کې د (ذکر) کلمه په ګڼو صرفي الفاظو سره څلورنوي ځلې راغلی، چې یو څو تعبیرونه یې د بېلګو په توګه وړاندې کوو، د ذکر معنا په قرآن کریم کې له تېروتنو پند آخیستنه، د عقل، روح، جسم متوازنه روزنه، وګړو او ټولنو ته د ژوندانه په ګڼو ډګرونوکې له تېروتنو نه د پند آخیستنې او د پرمختګونو د ترلاسولو پر کړنلارو روزلو او پوهولو ته وايي:

ذكر: پند، عبرت او روزنیزه لارښوونه :«وَهَذَا ذِكْرٌ مُبَارَكٌ أَنْزَلْنَاهُ أَفَأَنْتُمْ لَهُ مُنْكِرُونَ».[1]

(دا یو برکتناک ذکر دی چې در نازل کړی مو دی).

هغه برکتناک ذکر دی، چې لوستونکی، آوریدونکی، عملي کوونکی، پرمختیا ورکوونکی ټول د پرمختګ لوړو مقامونو ته رسوي.

هغه خبرې دي چې انسان يې په خلوت کې له الله سره کوي د الله صفات او قدرتونه بيانوي.

تذکره چې د الله قدرتونه، حکمتونه او صفتونه انسان يو له بل سره يادوي او بيانوي.

التذكرة: «كَلَّا إِنَّهَا تَذْكِرَةٌ».[2] او «كَلَّا إِنَّهُ تَذْكِرَةٌ».[3]

(قرآن د ژوندانه د هرې برخې لپاره پند او عبرت دى).

له دې قرآن نه د تېروتنو سمون، دزیانونو د جبران، د سمو او سپېڅلیو لارو د رغون غوښتنه ولرئ.

ذِكْرَى: « إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْعَالَمِينَ». [4]

( دا قرآن فقط نړېوالو ته پند دی).

«كِتَابٌ أُنْزِلَ إِلَيْكَ فَلَا يَكُنْ فِي صَدْرِكَ حَرَجٌ مِنْهُ لِتُنْذِرَ بِهِ وَذِكْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ». [5]

(داسې کتاب درباندې نازل شوی، نو زړه دې باید تنګ نشي او له دې شاته نشي چې خلک پرې وډار کړې او مؤمنانو ته پند او عبرت شي).

چا چې تېروتنه کړې، هغه ته وايي مه نهیلی کېږه، په نیکیو یې جبران کړه: « إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ». [6]

( ښېګڼې بدګڼې له منځه وړي، دا پند اخستونکيو ته پند دی).

عابدان هغوی دي چې تېروتنې جبرانوي او ګټنې ته ځان چمتو کوي: « ذِكْرَى لِلْعَابِدِينَ». [7]( قرآن عبادت کوونکیو ته پند دی).

هوښيار عقل هغه دی چې زیانونه جبران او پرمختګونو ته بشري وړتیاوې چمتو کړي: « وَذِكْرَى لِأُولِي الْأَلْبَابِ». [8] ( روڼ عقلو ته پند دی).

« إِنَّا أَخْلَصْنَاهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ». [9] ( د دوی په اخلاص موږ دوی دنیوي او اخروي پندونو ته ځانګړي کړل).

« تَبْصِرَةً وَذِكْرَى لِكُلِّ عَبْدٍ مُنِيبٍ». [10] ( هر بنده چې الله تعالی سره تړاو لري هر څه ورته روښانه ښايي او ورپه یادوي).

«إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ». [11]

( دا هغه چاته پند او ورپه یادونه ده چې زړه لري، خبرو ته غوږ ږدي او پر حقونو ګواه وي).

«وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْبَشَرِ». [12] ( دا کتاب فقط ټول بشر ته ور په یادونه او پند دی).

«وَهَذَا ذِكْرٌ مُبَارَكٌ أَنْزَلْنَاهُ أَفَأَنْتُمْ لَهُ مُنْكِرُونَ».[13] (او اوس موږ دغه له بركتونو ډك ذكردرته نازل کړ، نو ايا تاسې د ده له منلو نه منكر ياست؟). «كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا اٰيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ».[14] (اى پېغمبره دا يو ډېر بركتناك كتاب دى چې موږ درته نازل كړی دى، چې دوى یې پر آيتونو غور وكړي پوهان او روڼ فکران ترې درس واخلي).

په مادي او معنوي برخو کې ټولو انساني پېښو، غوښتنو او پوښتنو ته پر ځای او د انساني فطرت له غوښتنې سره سم عملي کېدونکي، پرمختګ تضمینوونکي ځوابونه، تطبیقي لارښوونې، ويښونکي او ځیروونکي وړانديزونه لري.

ټولې نړۍ ته د امن، پرمختګ او نېکمرغۍ نظري او عملي لارې چارې، د کاري ډلې ځانګړنې ښکاره کوي او د تشکیل مواصفات مشخصوي. د عروج او زوال نښې او عاملین په ګوته کوي.

ښکاره او په زړه پورې معلومات د حقایقو د جوتولو له لارې د حقونو او مسؤولیتونو د ادایېنې په موخه داسې وړاندې کوي، چې علمي شخصیتونه یې علمي درمل، بشري ستونزو ته حل لار، مادي او معنوي پراختیاوو ته لارښود، عامو خلکو ته روزونکی او د ژوند ټولو اړخونو ته د کامیابۍ اساس دی.

 قرآن کریم داسې ژوند سمونکی ذکر دی، چې پېغمبر هغه وخت خلکو ته بیان کړ، خو اوس یې هم بشري نړۍ همداسې بیان او منتج تطبیق ته ژمنه ده، خلک دې په دې اړه فکر وکړي چې څنګه؟ کله؟ او څومره پرې ځان پوه او څومره يې عملي کړي او ژوند خلکو ته څرنګه او څومره منظم، ګټور او خوږ کړي.


[1]. الأنبياء: 50.

[2]. عبس: 11.

[3]. المدثر: 54.

[4] . الانعام :٩٠.

[5] . الاعراف: ٢.

[6] .هود: ١١٤.

[7] .الانبیاء :۸۴.

[8] .ص: ٤٣.

[9].ص: ٤٦.

[10].ص: ۸.

[11] .ص: ۳۷.

[12] .مدثر: ٣١.

[13]. الانبیآء: ۵۰.

[14]. ص: ٢٩.


No comments:

Post a Comment