لیکوال:محمدناصرحلیمي
ظالمانو ته یو پرانيستی لیک
ظالمانو له موږ مننه وکړئ!
که موږ د الله تعالی کتاب بشري نړۍ ته په پوره
امانت ور رسولی واى، غفلت مو پکې نه وای کړی، پخپل منځي اخ و ډب نه وای بوخت شوی، اوس به د بشریت روح او روان، عقل او وجدان د ظلم غندنې او ظالم ځپنې سترې
کارنامې درلودای. تاسو به
په ټولنه کې منفور او سپک واست.
ظالمانو له موږ مننه وکړئ!
نن چې بشر ستاسو په لاس زبېښل کېږي، تر هر څه د
انسان وینه، خولې او اوښکې ارزانه دي او د انسان ربړونې او زبېښنې هره ظالمانه طرح
په پوره بې باکې پلي کولای شئ، زموږ برکت دی.!!.
که موږ په بشري نړۍ کې قرآن کریم خپور کړی وای، اوس به هر انسان له انسانپالنې څخه خوند اخیست،
هر انسان به د بل انسان ورور وای.
مظلومپالنه، ماشومپالنه، یتیمپالنه، علمپالنه، عقلپالنه،
اروا پالنه، جسم پالنه، عدلپالنه.. به د هر انسان لپاره د روح غذا وه.
ظالمانو له موږ مننه وکړئ!
که قرآن کریم ته موږ خدمت کړی وای!
تاسوته به ناپوهه ولسونو لاسونه نه پړکول.. ځوانان به
تاسو پسې نه تلل... د شعور کچه به دومره لوړه وای، چې له خواخوږو او
هوښیارو پرته هېڅوک پر هېچا مشروټي نشوه کولای.
ظالمانو له موږ مننه وکړئ!
که موږ قرآن کریم ته په نبوي دود کار کړی وای، خپلو نسلونو ته مو د
دنیوي او اخروي علومو د کره زده کړې مخه هواره کړې وای، ستاسو په لمسون به
ځوانانو د خپلو ولسونو د ګټو پر خلاف پاڅون نه کاوه، اوس به زموږ ځوانو وړتیاوو د
سر ورکولو پر ځای د سر ګټلو طرحې پلي کولې، د سر بایللو پرځای به يې د سر ساتنې طرحې پر نورو
ولسونو وېشلې او هغوی به د دوی طرحې د ترانو
غوندې لوستلې.
ظالمانو له موږ مننه وکړئ!
که موږ قرآن کریم لپاره کار کړی وای، هر خاین به خایف وای ؛ خو اوس ارتې ټنۍ او
سرلوړي ګرځي، دا ویاړ زموږ د غفلت، خپلمنځي اختلافاتو او مغرضانه تعصباتو په برخه ده، نه ستاسو وينې خورو.
ظالمانو له موږ مننه وکړئ!
نن چې له سیاسي بې ثباتۍ، اقتصادي رکود، بې کیفیته
تعلیم، نامراده روغتیايي بهير، د دولتي او عامه ملکیتونو له غصب، اجتماعي بې نظمۍ او فرهنګي برید نه په استفاده موږ وهئ او ټکوئ، لامل
یې دا دی چې موږ قرآن کریم ته کار ونه کړ. دعا مو نه قبلېږي او د توبې توفیق هم
الله تعالی ځکه نه راکوي، چې د خسارې جبران الله تعالی رانه غواړي او ستاسو په ظالمانه کړنو بشريت خپل مادي او معنوي ارزښتونه له لاسه
ورکړل.
ظالمانو له موږ مننه وکړئ!
که موږ قرآن کریم ته کار کړی وای، خلک مو تر سیاسي منتر لاندې اوده
کولای نشول.
ولسونو به چارواکي د عمل او حساب ډګر ته را ښکلې
ساحرانه خبرو او پروپاګند ته به نه ایلېداى.
ظالمانو له موږ مننه وکړئ!
که موږ قرآن کریم ته کار کړی وای اوس به زموږ هوښیارانو او خواخوږو زموږ د چارو مشري په لاس اخیسته، تاسو بیا د دوی له لارې زموږ ملکیتونه او ولسونه نشوای
تسخیرولای. نن
چې ناپوه، احساساتي او ډبرزړي ستاسو له لوري پرموږ واک چلوي لامل يې موږ یو! ظالمانو
ګورئ تاوان نه کوئ وارخطا نشئ! که نن د قرآن کریم خدمت ته لاس پکار شو او انساني
عقل، شعور، درک، ضمیر او انساني عواطف په قرآن کریم خړوب شو، موږ او تاسو دواړه د
عدل او پوهې پر ورېښمين ټغر او دېره کې د یو آدم د
اولاد په څېرناست واى، ته به ما پالې
زه به تا، ته به ما نازوې زه به تا، ته به زما مال ته غل نه یې زه به د ستا، ته به ما
منې زه به تا، ته به زما د پرمختګ طرحې پلي کوې او زه به ستا، ته به زما عقلي وړتیا او عاطفي سپېڅلتیا ته وده ورکوې او زه به ستا، ته زما بچیان پالې زه به ستا، ته به زما مال ساتې زه به ستا، ته به زما د هوښیارولو لپاره کار کوې زه به ستا، ته به له
ډېر مړښته نه مړ کېږې او زه به له ډېرې لوږې.
نه به ستا کلي کې سوالګر او سوالګره واى او نه به زما کلي
کې.
نه به ستا ناموس د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره خپل حیثیت پلوري او
نه زما.
نه به ستا ملت په باروتو، فقر او پوډرو وژل کېږي نه زما، نه به ته زما د غلامولو هڅه کوې او نه زه ستا. ته به زما
ورور یې زه به ستا. ته اوس ووایه دې کې څه تاوان دی؟ خوښه دې
ژوند ډېر لنډ او تنګ دی. زه او ته سره پېژنو. نابلده نه یو.
په اخر کې دومره درته وایم چې د الله تعالی پر بنده ګانو ولورېږه، کنه هغه دې وهي، نا څاپه دې وهي او داسې دې وهي
چې بیا پورته کېدای نشې.
آخرت کې د مظلومو آهونو، سویو اسویلو، نیمګړو ارمانونو، دردناکو
زګېرویو، د یتیمانو، شهیدانو، کونډو، رنډو او بېوزلو د
پروردګار په مخ کې ځواب نه لرې. نړۍ
د علم او عدل په لور ګړندي ګامونه اخلي، ظلم او ناپوهي به د انسانانو ستر دښمنان
وي. په
هر مورچل کې به یو پوه او عادل انسان د ظلم او جهل
پر خلاف وسله په لاس په څوکمين کې
ناست وي. د
ظلم او جهل بازار نور سړېږي، له منځه ځي. په بازار
کې يې تقاضا ورکېږي. هغه
تاجر جاهل دی چې داسې توکي بازار ته راوړي چې تقاضا یې کمه وي. هغه ورځ لرې نه ده چې بشر پر یوه ټغر سره کېني او پر خپلو ځپونکو
لعنت ووايي.
No comments:
Post a Comment