لیکوال:محمدناصرحلیمي
د رنځونو د مخنیوي او درملنې خبر
د اجتماعي عقلي، رواني، عصبي او
جسمي روغتیا داسې ضمانتونه يې وړاندې کړي، چې د انساني روغتیا، درملنې او وقايې لپاره د روغتیا د نړېوال سازمان (WHO) د وړاندیزونو اصل په
قرآن کریم کې هرومرو عبارتاً، اشارتا، یا دلالتاً شته ؛ نو د روغتیايي او پرمختیايې
هر اړخیز ثبات ضمانت کوونکيو قواعدو نوی خبر کتاب دی.
الله تعالی وايي: «وَشِفَآءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ».[1]
(قرآن د ټولو داخلي رنځونو درمل دی).
«وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْاٰنِ مَا هُوَ شِفَآءٌ وَرَحْمَةٌ
لِّلْمُؤْمِنِیْنَ وَلَا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلَّا خَسَارًا».[2]
(موږ له قرآن کریم نه هغه څه در
نازلولو چې منونكو ته شفا او رحمت دى، مګر د ظالمانو لپاره بې زيانه له بل څه نه ورزياتوي).
څومره چې علمي لاسته راوړنې ډېرې
شوې دي، هومره د قرآن کریم د
تطبیق ګټې جوتې او ښکاره شوي دي. قرآن کریم د ژوند د ټولو اړخونوته د ثبات او
پرمختيا بښلو توان او منځپانګه لري.
اړتيا دې ته ده چې همداسې قرآن لوستي او قرآنپوهان، عقل رڼوونکي، روان ځواکمنوونکي، اروا پال وروزل شي، خوندور او خوږ تدريسي چاپېريال، منظم نصاب، مسلکي، مؤمن، ژمن، خواخوږي، لوراند، زړه سواند او د پوه معلم په مټ په ډېر دقت عاملانه، عالمانه، عادلانه او مسلکي تعلیمي چاپېریال جوړ شي.
No comments:
Post a Comment