پند بښنه او شاګرد پالنه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

پند بښنه او شاګرد پالنه

د لوزنې، مينې او علمي مېتودونو پر بنسټ، چې د قرآن شاګرد څومره ښه او پياوړى وروزل شي، هومره د پند اخستنې کچه په وګړو او ټولنو کې لوړېږي. په قرآن کریم کې د شاګرد پالنې کچه دومره لوړه ده، چې استاد ته له شاګرده مخ اړونې ته هم اجازه نه وركوي. تندی به ورته نه تریووي، که څه هم څومره سخت حالت وي. د شاګردانو لپاره په عامه توګه او د قرآن کریم شاګردانو ته په خاصه توګه د ډاډ، مینې او لورینې چاپېریال رامنځته کول بنسټيزه ټولنیزه دنده، دیني ژمنه او د اهل القرآن پروړاندې شرعي مکلفیت دی، د قرآن کریم د زده کوونکي وهل، رټل او سپکول دیني جرم او بشري جنایت دی چې عاملين يې بايد مجازات شي. بشريت د اکسیجن او اوبو په څېر د درنښت پر بنسټ د قرآن کریم روزلو پوهو حافظانو ته اړتیا لري. ځکه د قرآن کریم حافظ د بشري عقلونو او عواطفو د روزنې، ادارې او رهبرۍ لپاره روزل کېږي.

د سپکاوي په احساس روږدي او روزل شوي خلک بوټي او واښه نشي روزلای، د کورنۍ، ټولنې او بشري پرګنو روزنه ؛ اداره او رهبري خو د دوی له امکانه او توانه ډېره لرې او لوړه ده. ځکه انسان په درنو دروند او په سپکو سپک وي، هغه چې د سپکاوۍ پر احساس روزل شوی د انسان روزنې دروند بار د اوچتولو د درنښت وړتیا نشي ترلاسولای.


No comments:

Post a Comment