لیکوال:محمدناصر حلیمي
روحي روغتيا
قرآن کریم روحي روغتیا رامنځته کوي، هغه رحم، زړورتیا،
ډار، ترهه، خواخوږي او مینه چې د بشري او الهي حقونو د اداېینې ذریعه او د جسم، روان،
عقل او ټولنې د پياوړتيا وسیله شي روحي روغتیا ګڼل کېږي، چې دا ټول په قرآن کریم
کې شته دي. د انسانانو د مړينې لوى لامل خپګان او وېره ده. الله تعالی انسان
ډاډمنوي چې خفه نشي او نه ووېرېږي او ورخطا نشې.
قرآن
وايي: «إنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا».[1]
ښځو کې
خپګان او وېره ډېره راځي، نو ورته وايي: «وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي».[2]
په زغم
سره د ژوندانه د ستونزو ګالل، په تدبیر سره د ستونزو هوارول، د ژوندانه لوړو ژورو
ته نه غمجنېدل، په پرمختګونو نه مغرورېدل او په ناکامیو نه نهیلېدل، ناکامي د بري
پیلامه ګڼل، لنډه دا چې ژوند د متوازنو سیستمونو له لارې په ګټوره بڼه پر مخ بيول
رواني روغتیا او قرآني غوښتنه ده.
پوهان په څېړنې دې نتیجې ته رسېدلي چې د ژور خپګان (ډیپریشن) درملنه په عباداتو، رکوع، اذکارو،
تلاوتونو او د انسان په ډاډمنولو کې د زياتو سجدو اغېز زيات دی. همداسې د روژې، زکات او نورو عباداتو په اړه
ډېرې ښې مسلکي ليکنې او ويناوې لري.
که موږ طب
او روغتیا ته پوره کار کړی وای، اوس باید د ټولو اسلامي احکامو روغتیايي او طبي
ګټې د نړۍ په ټولو څېړنیزو ارګانونو کې د یوه منلي سند په توګه موجودې وای. دا د
اسلام حق و، چې د هر حکم روغتيايي ګټې دومره څېړل شوى واى، چې د اسلامي احکامو
اعتبار ١٠٠% له نړۍ سره واى. متاسفانه د اړتيا په تناسب هېڅ مو نه دي کړي.
No comments:
Post a Comment