د ټولنيز عدالت له پلوه توپير


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د ټولنيز عدالت له پلوه توپير

د سفیان الثوري دغه وینا راته حیرانوونکې وه: «أبو بكر، عمر، عثمان، علي او عمر بن عبدالعزيز رضي الله عنهم پنځه عادل پاچایان دي. که چا له دوی پرته بل چا ته عادل وويل، تېری یې وکړ».[1]

خو حقیقت دا دی چې په هره زمانه او هر ځای کې د عادلو او عدلپالو انسانانو د هر اړخیزې، کره او پوره روزنې قوت د پخوا په څېر په قرآن کریم کې شته ؛ خو موږ د قرآن کریم په اجتماعي، سیاسي، اقتصادي، اخلاقي، امنیتي، تعلیمي، تربیوي او تحقیقي برخو کې کار نه دی کړی.

که په پېغمبري دود ښوونيز او روزنيز جريان لپاره عملي کار وکړو بیا هم عادل انسانان ټولنې ته وړاندې کولای شو.

کله چې عثماني خلافت په ترکيه کې ونړېد، خلک په دې نيت دار الخلافې ته ورننوتل چې سره او سپين پکې لوټ کړي ؛ خو چې ورغلل، ګوري هلته د غريبانه ژوند يو عجيب انځور دى. په ټول ارګ کې يو عادي کټ، يو مصحف او عادي وسایل او
سامان وو.[2]



[1]. الأصبهاني ، أبو نعيم أحمد بن عبد الله بن أحمد بن إسحاق ، حلية الأولياء وطبقات الأصفياء ، ج6 ص 378. عربي متن يې: سفيان الثوري يقول: « أئمة العدل خمسة أبو بكر وعمر وعثمان وعلي وعمر بن عبدالعزيز رضي الله عنهم من قال غير هذا فقد اعتدى».

[2].الصلابي الخلافة عثمانية وګورئ.


No comments:

Post a Comment