۱۴. (۲) هيله من كول او ويښول


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

۱۴.      (۲) هيله من كول او ويښول

د یو ولس مثبت اړخونه په ګوته کول او نېکې پایلې ښکاره کول، منفي اړخونه په ګوته کول او بدو پایلو ته ځيرول ځکه ډېر جرأت غواړي چې ډېر ځلې دا کار د مغرضو اشخاصو، د زر، زور او تزویر د خاوندانو لپاره ګټور وي. د دې موضوع ګانو تحلیلول او تطبیق ته وړاندې کول سپېڅلو شخصیتونو ته د ټولنیز قیادت په لور جرأت او حرکت ورکوي او د ککړو خلکو ټولنیز اعتبار له منځه وړي.

قرآني کيسې ولسونو ته په ښو زېری او د بدیو له بدو عواقبو څخه پر ډارولو ويښوي، د ځان او ولس د ژغورنې اصول، تاثیر، آرونه او خنډونه موږ ته په ګوته کوي: «رُسُلًا مُبشر ينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى الله حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ الله عَزِيزًا حَكِيمًا».[1]

(دا ټول پېغمبران زېري وركوونكي او وېروونكي لېږل شوي وو، چې د هغو له پېغمبر كولو نه وروسته له خلكو سره د الله تعالی په مقابله كې څه سند پاتې نشي او الله تعالی په هر حال غالب او حكيم دى).



[1]. النساء: ۱۶۵.


No comments:

Post a Comment