لیکوال:محمدناصرحلیمي
د ژوند پرمختیايي خبر
تطبیقي قرآن داسې اقتصادي پرمختیا،
سیاسي ثبات او اخلاقي پیاوړتیا رامنځته کوي، چې په عوایدو کې ټولې ظالمانه لارې
چارې تړي او په پانګه کې د بې ځایه لګښت لپاره ذرې هومره مخه نه ورکوي. څنګه چې د ظالمانه عواېدو مخه نیسي، د عادلانه عوایدو لارې
چارې مضبوطوي او پراخوي. همداسې چې د ناروا ګټو له لګښت منع کوي او انسان ته په ګټورو
چارو، د اړتیاوو د حل او په پرمختیايي چارو کې د لګښت جرأت او ثبات وربښي.
الله تعالی وايي: «وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا
لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ».[1]
( ستا د رب وينا د ريښتينولۍ او
عدالت له پلوه بشپړه ده. هېڅوك يې د فرمانونو بدلوونكى نه دى او هغه د هر څه اورېدونكى او
پر هر څه پوهېدونكى دى).
او انسانان اکثر د ګمان
او اټکل پر بنسټ خپلې چارې پر مخ بیايي الله تعالی وايي:
«وَ اِنْ تُطِعْ اَكْثَرَ مَنْ فِی
الْاَرْضِ یُضِلُّوْكَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا
الظَّنَّ وَ اِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ».[2]
( كه ته پر زمکه د مېشتو خلكو د اكثريت په خوله كار وكړې ؛ نو
هغوى به تا د الله تعالی له لارې واړوي. هغوى خو صرف په ګمان روان اټکلوونکي او انګېرونکي دي ).
قرآن ټولې اقتصادي منابع په ګوته کړې دي. که د اقتصادي
منابعو نړېوال لړليک وليکل شي او له قرآن کریم سره پرتله شي په قرآن کریم کې يو هم ترې نه دى پاتې.
No comments:
Post a Comment