قرآن کریم ګڼ تخصصه کتاب


 لیکوال :محمدناصر حلیمي 

ګڼ تخصصه کتاب

ګوېته وايي:­«­هغه ورځ لرې نه ده چې قران د بشري افکارو د حرکت محور شي». [1]

کله چې د یو کتاب په اړه قضاوت کېږي، ویل کېږي چې دا کتاب په دغه تخصصي موضوع کې لیکل شوی دی، خو قرآن کریم د ژوندانه په هره برخه کې داسې واقعي، علمي او ګټورې لارښوونې لري، چې د علمي څېړنو د ارتقاء په پرتله يې حقیقت ورځ په ورځ لاروښانه او جوتېږي، يا په بل تعبیر څومره چې علمي حقایق څېړل او را سپړل کېږي، هومره د قرآن کریم د آیتونو تفسیر روښانه، تعبیر یې خوندور او تطبیق ته یې لار هواریږي.

«الم (1) ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ (2)».[2]

(دا د الله تعالی كتاب دى، په دې كې هېڅ شك نشته، د پرهېزګارانو لپاره هدايت دى)

نو ويلاي شو چې کتاب: د ټولو ښېګڼو کامله ټولګه ده.

امام زمخشري[3] رحمه الله وايي: «ومعناه: أنّ ذلك الكتاب هو الكتاب الكامل، كأن ما عداه من الكتب في مقابلته ناقص، وأنه الذي يستأهل أن يسمى كتابا».[4]

(دا هماغه یواځنی کامل کتاب دی، چې نور کتابونه یې په مخکې نیمګړي دي او یواځینی کتاب دی، چې کامل کتاب ورته ویل کېږي).

 «حم- وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ)».[5] (حم- قسم پر ښکاره کتاب).

داسې ليکل شوي چې د حق او باطل، روا او ناروا، ښو او بدو، ګټورو او زيانمنو ښکاره کوونکى دى.

همدا لامل دی چې ګوېته قرآن کریم ته د( کتابونو کتاب) وايي[6].



[1]. خلیل ، عمادالدین ، قالو عن القرآن ص ۲۳.

[2]. البقرة: 1 ، 2.

[3]. الزمخشري ، أبو القاسم محمود بن عمرو بن أحمد، جار الله. د تفسير ، نحوا لغت ، ادب. . . امام و.

[4]. الزمخشري ، أبو القاسم محمود بن عمرو بن أحمد، جار الله. الكشاف عن حقائق غوامض التنزيل: ج ١ ص ٢٣.

[5]. الزخرف: ۲.

No comments:

Post a Comment