ذکر هېرونکي وسایل


 لیکوال:محمدناصر حلیمي


ذکر هېرونکي وسایل

د سعادت کاذب وسایل له انسان نه قرآني ذکر هېروي، کله داسې شي چې ځینې خلک د حرامو، ظلم، خیانت، رشوت او اختلاس له لارې ځان ته د ارام ژوند یوه نقشه جوړه کړي، خپلې نقشې ته خوښ وي او الهي نقشه ترې هېره وي.

الله تعالی وايي: دغسې خلک په داسې ټولنیزو ناخوالو او کړکېچونو کې ښکېل او پوپنا کېږي، چې وتل ترې ګران وي لاندې آیتونه په ځیر ولولئ: «قَالُوا سُبْحَانَكَ مَا كَانَ يَنْبَغِي لَنَا أَنْ نَتَّخِذَ مِنْ دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَآءَ وَلَكِنْ مَتَّعْتَهُمْ وَاٰبَآءَهُمْ حَتَّى نَسُوا الذِّكْرَ وَكَانُوا قَوْمًا بُورًا (١٨)».[1]

(هغوى وویل: ستا ذات پاک دى، موږ ته نه ده روا چې بې له تا بل څوك مرستندوى او دوست وګڼو، مګر تا دوی او د دوی پلرونو او نېكونو ته د ښه ژوند وسايل وركړل، تردې چې دوی ستا یاد هېر كړ او هلاک شول).



[1]. الفرقان: ۱۸.


No comments:

Post a Comment