لیکوال:محمدناصرحلیمي
ګاونډیتوب ظلم
ګاونډيان
له میراث پرته نور ټول حقونه پر یو بل لري.
عَنْ عَائِشَةَ
رضي الله عَنْهَا عَنْ النَّبِيِّ ﷺ قَالَ «مَا زَالَ يُوصِينِي جِبْرِيلُ
بِالْجَارِ حَتَّى ظَنَنْتُ أَنَّهُ سَيُوَرِّثُهُ».[1]
(عَائِشَه رضي الله عَنْهَا نه روايت چې نبِي ﷺ وویل:
جبراییل د ګاونډي په اړه، ډېره سپارښتنه راته کوله، تردې چې ما وویل، هسې نه چې
میراث کې يې شریک کړي).
پر ګاونډي د لمر بندول، کړکۍ ورته پرېښودل او زیانمنول او د
هغه د ژوندانه د اساسي اړتیاوو په حل کې غفلت کول ظلم دی کله چې بچیانو ته مېوه راوړې او د ګاونډي سترګې پرې ولګېدې
یا د کتغ بوی ورغی باید یو څه ور ولېږې، عبدالله بن عمر رض الله عنهما چې به کله پسه
ذبحه کاوه، بیا به یې یوه اندازه غوښه واخیسته او وبه یې ویل: دا
زموږ یهودي ګاونډي ته یوسئ د ګاونډيتوب د حقونو په اړه اسلام دیني انتساب نه دی
معیار کړی.
د هېوادونو ترمنځ ګاونډیتوب هم باید د متبادلې همکارۍ پر بنسټ وي، داسې نه چې یو خواړه
او بل خوړونکی وي.
No comments:
Post a Comment