زموږ د ژوند تت او پیکه انځور


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

زموږ د ژوند تت او پیکه انځور

د الله تعالی لوی فضل پر انسانانو دا دی چې نسلونه طیب زیږېږي، وروسته پلیته ټولنه او پليت چلن یې پلیتوي، طیبه ټولنه او طیب چلن یې لا سپېڅلی کوي. طیب نسلونه د الله تعالی ستر نعمتونه دي چې وده او پر ځان بسیا کول يې بشري سعادت تضمینوي، زموږ د مسلمان مېشتو هېوادونو تاریخي ظلم له بشري پرګنو سره دا دی چې مالي پانګونې د بشري منابعو د انکشاف پر ځای د شاهانو پر شهوت ډېرې کېدي او کېږي.

چې متأسفانه زموږ ښایسته ژوند یې داسې بې خونده کړ چې ژوند مو د لاندې آیت انځور شو: «ألَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَةَ الله كُفْرًا وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ (٢٨) جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا وَبِئْسَ الْقَرَارُ (٢٩) وَجَعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا لِيُضِلُّوا عَنْ سَبِيلِهِ قُلْ تَمَتَّعُوا فَإِنَّ مَصِيرَكُمْ إِلَى النَّارِ (٣٠) قُلْ لِعِبَادِيَ الَّذِينَ اٰمَنُوا يُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُنْفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خِلَالٌ».[1]

(هغه خلک دې وليدل چې د الله تعالی نعمت يې وموند، خو په ناشكرۍ یې كړ او (له خپل ځان سره يې) خپل قوم هم د هلاكت كور ته وغورځاوه، يعنې هغه دوزخ چې هغوى به پکې ننوځي او هغه د استوګنې ډېر بد ځاى دى او د الله تعالی يو څه سيالان يې وټاكل چې د الله تعالی له سمې لارې خلک بې لارې كړي. دوى ته ووايه، ښه خوندونه واخلئ، هسې مو هم دوزخ ته ورګرځېدل دي. اى پېغمبره! زما كومو بندګانو چې ايمان راوړی دى، هغو ته ووايه چې لمونځ وكړي او څه چې موږ ورته وركړي (د خير په لار كې يې) په پټه او ښكاره ولگوي، مخكې له دې چې هغه ورځ راشي، چې نه به پکې پېر او پلور وي او نه به پکې خپلوۍ وي).

اوس پوښتنه دا ده چې د طيب ښار، طيب نسل او طيب جوړونکی قوم باید څه ځانګړنې ولري؟ قرآن کریم د دغسې قوم یو وصف بیانوي چې دا قوم شکر
ایستونکی وي.

په طیب ښار کې هر څوک خپله وړتيا د نورو د اړتياوو لپاره کاروي.



[1]. ابراهیم: ٣١.


No comments:

Post a Comment