۲۱ حقوقپوهنه او حقوق ادايېنه
د حقپوهنې او حق
اداینې کچه چې څومره په وګړو او ټولنو کې هسکه شي هومره د تطبیقي قرآن ترویج ته مخه
هواریږي، څومره چې د حقتلفۍ کچه لوړیږي، هومره قرآن له زړونو او عقلونو مرورېږي.
د حق حقائقو، حقپال او
حقوال پېژندنه ملاتړ او د عملي کولو لپاره کلکه او نه ماتېدونکې ژمنه د قرآني موخو
سره انساني موخې د عمل پر بنسټ همغږی کوي.
قرآن له سر نه تر پایه
حقونه او حقائق ټول بشريت ته په عملي بڼه پوره روښانوي او تطبيق ته يې چمتو کوي.
حقپاله خلک د آیتونو الفاظ، معنی، عمل او تطبیق لپاره
کار کوي او زیار ګالي. د خپلې ګټې لپاره یې هېڅ حکم نه پټوي، د عمل په ډګر کې د
هېچا حق شاته نه غورځوي. له شخصي ګټو يې نه تدرانه کوي دا عوایدو لپاره یې نه
وسیله کوي. د ژوندانه د فردي او اجتماعي ستونزو حل لپاره پکې حل لار مومي. داسې انسانانو
ته قرآن کریم په هر اړخیزه بڼه وده ورکوي.
«وَنَزَّلْنَا
عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْـرَى
لِلْمُسْلِمِينَ (٨٩) إِنَّ الله يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ
ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ
لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (٩٠)».[1]
(موږ دا كتاب پر تا نازل كړى
دى، چې په ډاګه د هر شي څرګندوونكى دى او د هغو خلكو لپاره هدايت، رحمت او زېرى دى،
چې امر ته یې غاړه ايښې ده الله تعالی د
عدل، ښېګڼې او خپلوۍ پالنې حكم كوي او د بدۍ، بې حيايۍ، زور او ظلم
مخنيوی كوي، هغه تاسې ته نصيحت كوي
چې درس واخلئ).
د
قرآن کريم حقوقي کوړونو سره د نړۍ لس سلنه مخالفت نه لري.
د
لاندې چارو ترسره کولو له لارې مسلمان
نړۍ او نړېوالو ته هدایت رحمت او زېری ګرځي:
1. په فردي، کورني او اجتماعي ژوند کې عدالت ټينګول، وده او
سپېڅلتیا رامنځته کول، د فرد د سالمې روزنې له لارې له کوره روزنتون او له کورنیو
څخه سولئیزه پرمخ تللې، پرځان بسیا، خیر غوښتونکې ټولنه رامنځته کول.
2. فرد، کورنۍ او ټولنه د تقوی او احسان هسکې پوړۍ ته رسول.
3. په فردي، اجتماعي او حکومتي کچه ویناوې، چارې او نظریات ګټور، خوندور او ښاېسته کول،
متوازن او ګټور کول او د عدالت په کنډه يې برابرول.
4. د خپلوۍ پالل او پاللو ته یې د خلکو روزل.
5. له فحشا[2]
(له جنسي ګناه) نه ځان ژغورل.
6. په زړه کې د عواطفو
پنځول، د عقل دننه د وړتیاوو رڼول او پیاوړي کول، په نېکیو کې د سترګو او غوږونو د
کره استعمال لپاره په علمي معیارونو برابر او کره روزل او له ګناه څخه ځان ژغورل.
7. د خلکو د حقونو په اړه
د تېریو او تجاوز له ټولو ډولونو څخه د
بشـري پرګنو خوندي کول.
8. له مالي ګناهونو څخه ځان ساتنه.
No comments:
Post a Comment