څلور، پند بښانده اصحاب


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

څلور، پند بښانده اصحاب

 رسول الله صلی الله علیه وسلم ﷺ وايي چې تاسو له عبدالله بن مسعود، سالم، ابی بن کعب او معاذ بن جبل رضى الله عنهم نه قرآن کریم زده کړئ. په دې اړه لاندې حدیث په دقت سره ولولئ:

«عَنْ عَبْدِ الله بْنِ عَمْرٍو رضي الله عنهما قَالَ: «سَمِعْتُ رسول الله ﷺ يَقُولُ: استَقْرِئُوا الْقرآن مِنْ أَرْبَعَةٍ: مِنْ عَبْدِ الله بْنِ مَسْعُودٍ - فَبَدَأَ بِهِ - وَسَالِمٍ مَوْلَى أَبِي حُذَيْفَةَ، وَأُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ، وَمُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ».[1]

«له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما نه روايت دى، وايي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي، چې فرمايل يې: «قرآن کریم له څلورو تنو زده کړئ: له عبدالله بن مسعود - چې لومړی يې ياد کړ، د حذيفه ازاد شوي مريى سالم، اُبَى بن کَعْب او معاذ بن جبل».

د زرګونو اصحابو رضي الله عنهم په منځ کې د دې څلورو تنو انتخاب د کومو عقلي، عاطفي، ذهني، صوتي ځانګړتیاوو پر اساس و؟ د دیني علماوو دنده دا ده چې د احادیثو په رڼا کې موږ ته د ژوند لارې رڼې کړي، نه دا چې په داسی اختلاف کې مو یو له بل سره ښکېل کړي چې څوارلس پېړيو کې نه دی حل شوی.

د یادونې وړ ده چې نورو اصحابو هم قرآن کریم زده کړی و او د تدریس چارې يې پرمخ وړلي. د دغو اصحابو تاریخچه دې له خپلو عقلي، رواني، جسمي، اجتماعي ځانګړتیاوو سره مل توضېح شي، چې موږ ته د قرآن کریم د کره تدریس مخه هواره او د قرآن د معياري مدرس ځانګړتياوې په نښه شي.

په دې اړه باید علمي څېړنې وشي، چې پېغمبر ﷺ د کومو وړتیاوو پر بنسټ دغه کسان د قرآن کریم تدریس لپاره وټاکل؟ که موږ دا کار وکړو، کولای شو چې یو ځل بیا د قرآن کریم د تطبیق په پلوشو نړۍ د یووالي، عدل او علم په رڼا روښانه او با ثباته کړو.

د اسلامي ثقافت استادان، دې په دې اړه د ارواپوهنې، میتودولوژي او نصاب له متخصصینو سره د ګډو علمي څېړنو له لارې پیاوړی کار وکړي. پر دین دردمند او عامل عالمان مکلف دي، چې د قرآن کریم د زده کړې لپاره تدریسي نبوي سنت را ژوندی کړي.

کله ځان سره فکر کوم وایم: یا الله تعالی د نورو ولسونو د عالمانو او فیلسوفانو ټول معلومات زموږ د عزتمن پېغمبر په پرتله په لوی سمندر کې یوه لپه ده ؛ بیا هم ولې دومره لاس لاندې، په وینو کې لت پت، خپلو کې سره ښکېل او د نړۍ د پرمختیايي کاروان پسې وَږِي هم نه شو راټولولای؟ وږي تږي، ستړي ستومانه، سرګردان او لالهانده روان یو.

ستونزه چې ګورو ډېره درنه، نه جبرانېدونکې او ستره ده. پېړۍ مو خوبونه او یو له بل سره ناروا قتلونه کړي دي ؛ خو بیا هم په یوه قرآني نسخه جبرانیږي، چې په لوړ همت، پېغمبري دود او بڼه د قرآن کریم ښوونې او زده کړې ته مټې را ونغاړو. مګر بیا هم مې زړه خوښ شي او وایم: یا الله! څومره ستر رنځ او څومره اسانه، ارزانه او
اغېزمنه درملنه.

باور وکړئ د دې بې شمېره لېکنو، شعارونو او ویناوو پر ځای په پېغمبري دود او بڼه د قرآن کریم د تدریس لپاره مخه هوارول، په لږ وخت، لږې انرژۍ، لږو امکاناتو، ژمنو او منظمو ډلو سره په پوره درنښت ټوله نړۍ له بحران او کړکېچه ایستلای شو، په دې لار کې د نړۍ په کچه داسې ستر شخصیتونه لرو چې د دوی فعاليتونو او وړتياوو له کاري توحید، اجتماعي انسجام، اداري انتظام، مالي ملاتړ نه پرته نورو امکاناتو ته هېڅ اړتیا نه لري.

که عملا کار وکړو، کارونه وارزوو، خپلې نیمګړتیاوې په ګوته او جبران کړو، کولای شو چې په دې مواصفاتو راتلونکي نسلونه داسې وروزو چې د قرآن کریم کره خدمت ته یې په دومره لوړه کچه چمتو کړو، چې د الله تعالی د سلام وړ وګرځي.

د دې پوښتنې ځواب باید ومومو چې پېغمبرﷺ ابی بن کعب رضي الله عنه ته کومه تدریسي بڼه او دود غوره کړ، چې فطري سپېڅلتیا یې د تدریس له لارې په طبیعي بڼه په دومره لوړه کچه وده وکړه؟

او بیا کومې ځانګړنې باید موږ د خپلو زده کوونکيو په روزنه کې د ښوونیزو او روزنیزو موخو په توګه وټاکو، وده ورکړو او په ښوونیز، پوهنيز او روزنیز بهیر کې ترې
ګټه واخلو؟

د نبوي احادیثو متخصصینو دنده ده، چې موږ ته په دې اړه یوه علمي او مسلکي روزنیزه او لارښودیزه لیکنه وکړي او دولت د بېلګې په توګه پر یوه مدرسه داسې پانګونه وکړي، چې نورو مدارسو ته په لوړه کچه غوره نمونه د تقليد او اقتدا وړ وي.

دا چې د شاګردانو، ښوونکو، تدریسي نصاب، چاپېریال ځانګړنې او د جذب شرایط کوم دي، دا باید د یو شمېر ژمن کاري تشکیل، متعهد و مسلکي غړو د یو میاشتيني سیمینار له لارې په داسې بڼه رامنځته شي چې په دې برخلیک سازه سیستم کې د کره والي او پوره والي لپاره سل زره پوښتنې په نظري توګه ځواب او عملي طرحې په ازمایښتي توګه ور وړاندې شي.

څرنګه چې قرآني پند عالمي دی، فکرونه هم باید عالمي وي. فکر د عبرت اخیستنې ځانګړې وړتیا ده، چې په قرآن کریم کې (19) ځلې ذکر شوی دی. فکر د معلومو شیانو سره د مجهولو معلومولو ته وايي. قرآن د ټول عالم لپاره د فکري پرمختیا لپاره پیغام دی، دا کتاب هېوادنی او سیمه ییز نه دی، دا نړۍ او نړيوالو ته د ژوند په ټولو ډګرونو کې خوندور، ګټور او تضمین شوي پندونه ورکوي. مختلفو وګړو او ټولنو ته لارښوونې او پېرزوېنې لري.

په دې کتاب کې د کايناتو د نجات رازونه او د ثبات همېشني اصول پراته دي. موږ په اسلامي او انساني ټولنو کې د مرغلرې په څېر ځلاند او سپېڅلي ماشومان مومو ؛ خو د تعليمي نا عادلانه نظام، غیر عالمانه رهبري او زیانمنوونکې سمبالنه د دغو ماشومانو استعدادونه داسې نشي روزلای او پنځولای، چې قرآني موخې يا د بشري سعادت تضمينوونکي موخې ترلاسه کړای شي.

اسلامي تنظیمونو او ډلو ټپلو ته هم ډېر با استعدا ده او سپېڅلي ځوانان ورننوځي، خو د دې ډلو عقده منه، محدوده او محلي روزنه دوى هم دومره واړه کوي، چې خپل کوچنی څو میليوني ملت ته هم له کړکېچونو نه د نجات طرح نشي ورکولای، تطبیق او نورې چارې خو يې پرېږده! د نړۍ او نړيوالو ستونزو د حل موضوع خو لا ډېره لوړه خبره ده!

لامل یې دا دی چې قرآن کریم عالمي او نړېوال ذکر دی، د ډلو ټپلو انحصاري او انفرادي ذکرنه دی. همدا اوس موږ داسې یوه ډله نه لرو چې د افغانستان د کړکېچ د کچې د راټیټولو ۱٪ توان ولري. دا په داسې حال کې چې ټول یې د خپلو پلویانو په ژبو د ټولنیزې ژغورنې شعارونه زمزمه کوي، له بده مرغه په عمل او نتيجه کې هېڅ نه
لیدل کېږي.

هره ډله خپل غړي داسې روزي، چې نورې اسلامي ډلې ورته بد او ځان ورته سل په سلو کې پاک او غوره وښيي. د ګوندپالو خپلې نیمګړتیاوې د دوی د ولو منځ او د نورو ګوندونو عیبونه د کلي منځ دی. همدا لامل دی چې تر نوښتونو یې پروپاګند او ډنډورې د یو بل پر ضد ډېرې دي او ځان ستاینه تل د بل غندنې له لارې کوي، خپل کاري نتايج نه لري پر خپلو طرحو نه غږېږي او خلک د نورو ګوندونو نېمګړتیاوو ته ځیروي. چې خپلې نيمګړتياوې له خلکو هېرې کړي. ځکه خپله دومره کاري کمال او علمي جمال نلري چې څه ووايې يا وليکي.

وايي: (ویې نیسه، چې تا نه نيسي).

په داسې حال کې چې دوی د خپلو پلویانو، الله تعالی او ولس پر وړاندې مسؤولیت لري، چې دوی ته د ورورګلوۍ او درناوي روحيه ورکړي چې د مسلمانانو په توګه د کریم او رحیم پېغمبر د امتیانو په توګه نړۍ او نړيوالو ته په ګڼو علمي او خدماتي ډګرونو کې د ذکر او پند سرچينه شي. د ژوند په مختلفو اړخونو کې د غوره نصایحو او ګټورو مشورو باوري مرجع شي، د دوی له لارې د هر انسان ژوند، عقل، حیثیت، مال او دین خوندي او وپالل شي، که څه هم دا انسان هر دین او هرې ډلې ته منسوب وي.

څوک چې قرآن کریم عالمي ذکر نه ګڼي، بې له دې چې خپل ولسونه د خپلو ساحرانه الفاظواو تشو جملو په لومه کې ښکېل کړي، وختونه، استعدادونه او د ژوندانه نور اړخونه يې له دروغجنو هیلو سره وتړي او خپل وږي تږي ولس ته د سرابو درواغجنه ځلا، خوږه چينه وروپېژني او کلونه کلونه يې وغلوي، د دوی دقیقې ارزونې په نتیجه کې تر دې ها خوا بل څه نشي لیدای.



[1]. بخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل (الجامع الصحيح) ، صحيح البخاري کتاب المغازي ، ج ۲ ، ص حدیث نمبر: 3758. كتاب أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم بَابُ مَنَاقِبِ سَالِمٍ مَوْلَى أَبِي حُذَيْفَةَ رضي الله عَنْهُ.


No comments:

Post a Comment