لیکوال:محمدناصر حلیمي
۱۱.
قرآني لارښوونې
۱. د انسان حقیقي دښمن شیطان دی د نړۍ
ټول انسانان باید سره یو موټی شي او د شیطان له تښتونې څخه یو بل وژغوري، انسان ته
چې د بل پر وړاندې د مقابلې او پاڅون ځواک ورکړ شوی، هغه باید پر شیطان استعمال
کړي، نه پر انسان او داهله کېږي چې يو انسان بل انسان ته ورور او انساني اړيکی رحم
محوه شي.
۲. د الله تعالی له اوامرو او نواهیو
سره بلدوي.
۳. د بې لارۍ او بدبختۍ عوامل او د ژغورنې لارې چارې ورښيي.
۴. له الهي لارښوونو څخه د سرغړونې ناوړه
پايلې ورته ښيي.
۵. د
تنګ او بې خونده ژوند عوامل ور په ګوته کوي او د ځان ژغورنې اصول ورښيي.
۶.
د
نېکو او بدو، دنیوي او اخروي مکافاتو او مجازاتو معيارونه او سيستمونه ورښيي.
۷. انسان یې له وخت، امکاناتو او د
اوسپنې پر ګټور استعمال
مکلف کړی دى.
۸. د تېرو ولسونو د زوال عوامل او ترې عبرت اخستل.
۹. له خطر او ضرر نه ځان ژغورنې، عقل روزنې، جسم پالنې، روح ځواکمنونې، روان ډاډمنونې، ټولنسازۍ او ودانونې ته مو چمتو کوي.
۱۰. د الله تعالی تقدیر او د بشريت
تدبیر چې هم بشر د خپل توان بريد درک کړي او هم د الله تعالی نه بدلېدونکى نظام. هغه قوم چې الهي لارښوونې نه پلي کوي، بې لارې، بدبخته او ړندېږي. لاندې آيتونه دقيقه لوستنه غواړي.
«قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا
بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنِ
اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَى (١٢٣) وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي
فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (١٢٤)
قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَى وَقَدْ كُنْتُ بَصِيرًا (١٢٥) قَالَ
كَذَلِكَ أَتَتْكَ اٰيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا وَكَذَلِكَ الْيَوْمَ تُنْسَى (١٢٦)
وَكَذَلِكَ نَجْزِي مَنْ أَسْرَفَ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِاٰيَاتِ رَبِّهِ وَلَعَذَابُ
الْاٰخِرَةِ أَشَدُّ وَأَبْقَى (١٢٧) أَفَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا
قَبْلَهُمْ مِنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ
لَاٰيَاتٍ لِأُولِي النُّهَى (١٢٨) وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ
لَكَانَ لِزَامًا وَأَجَلٌ مُسَمًّى (١٢٩)».[1]
(او ويې فرمايل: (تاسې دواړه ډلې (انسان او شيطان) له دې ځايه كوز شئ، تاسې
به يو د بل دښمنان ياست اوس كه زما له لوري تاسې ته كوم هدايت در ورسېږي
؛
نو څوک چې زما د هدايت پيروي وكړي، هغه به ورکلاري او په بدبختۍ اخته نشي او چا چې زما له (ذكره) (د نصيحت له درسه مخ واړاوه، ) د هغه
لپاره به په دنيا كې تنګ ژوند وي او د قيامت په ورځ به يې ړوند راپاڅوو او وایي
به: (پروردګاره! په دنیا كې خو مې سترګې رڼې وې، دلته دې ولې ړوند را پاڅولم؟ الله
تعالی به وفرمايي هو، همداسې دې زموږ درغلي آيتونه، هېركړي وو هماغسې نن ته هېرول
كېږې په دې ډول موږ له حده تېري كوونكي او د خپل رب د آيتونو نه منونكي (په دنیا
كې) مجازات كوو او د آخرت عذاب خو يقيناً زيات سخت او ډېر دى او ايا دې خلكو ته (د تاريخ له دې درس نه) څه عبرت
ورپه برخه نشو، چې له دې نه مخكې مو څومره قومونه هلاک كړي دي، چې د هغو
په کنډوالو كليو كې نن دوی ځي راځي؟ یقینا په دې كى د
هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي، چې د سمې پوهې خاوندان دي. كه ستا د رب له خوا مخكې
د يوې خبرې پرېكړه نه واى شوې او د مهلت يوه موده نه واى ټاكل شوې ؛ نو هرومرو به
د دوى فيصله هم شوې واى).
No comments:
Post a Comment