لیکوال:محمدناصر حلیمي
عابد قوم يې د رحم پر بنسټ ترویجوي
قرآن کریم د
نړۍ او نړېوالو لپاره دی، تدریس او زده کړې ته یې باید هغه کسان را ودانګي چې
کايناتو ته د رحمت کېدو عاقله ولوله لري او بشري پرګنو ته
د نېکمرغۍ
وسیله شي قرآن د قرآنپوه لپاره د لوړو تنخواوو او اجتماعي رسوخ د موندلو وسيله نه ده،
قرآن کریم د قرآنپوه له
لارې د بې نظمۍ او د ذلت له
ټولو ډولونو څخه د انسانانو، حيواناتو او
نباتاتو ژغورل او خوندي کول دي هغه قرآنپوه چې د قرآن کریم مدرسه
له وهلو او رټلو
پرته نشي سمبالولای، د قرآن کریم شاګردان د ذلت له کمچینو سره روږدي
کوي او د ګل غوندې شاګردان له ذلت څخه نشي ژغورلای، د دین د خدمت تمه ترې هېڅکله
نشي کېدای د الله تعالی بنده ګۍ ته تسلیم قوم د دې
قرآن له لارې د نړۍ او نړېوالو لپاره رحمت کېدای شي، هغه انسان چې عملاً د الله
تعالی مخالف وي،
که په ويناوو کې غوره هم
وي چا ته د رحم وسيله کېدای نشي.
«إِنَّ فِي
هَذَا لَبَلَاغًا لِقَوْمٍ عَابِدِينَ (١٠٦) وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً
لِلْعَالَمِينَ (١٠٧) ».[1]
(په دې كې د
عبادت كوونكو لپاره يو لوى خبر دى. اى محمد صلى
الله عليه وسلم! موږ چې ته لېږلى يې، دا په اصل كې پر نړېوالو زموږ رحمت دى. موږ د
ټولو مخلوقاتو لپاره ته رحمت ليږلى يې).
هغه قومونه چې د شهوت، شهرت او منصب بندګان
نه وي،
د هغوى عقلونه او عواطف د قرآن کریم په لارښوونو
داسې خړوبېږي چې بشريت ته د
رحم رڼه
او خوږه چينه شي. اما شهوتپال، شهرتپال او
منصبپال که قرآن کریم زده هم کړي، د قرآن کریم له لارې خلک د
تورتم، ګړنګ او خطرناکې زخمې (ګرداب) په لور بيايي.
بلاغت هغه
فصیحو ویناوو ته وايي چې زړه یې ومني او عقل پرې قانع شي، قرآن د عابد قوم زړونه
رڼوي او عقلونه یې هوښیاروي او که په عقلونو او زړونو يې اغېز منفي و،
بايد پر تدريسي چاپېريال،
تشکيل او نصاب بیا
کتنه وشي د
دې پیغام راوړونکي او ابلاغوونکي د دومره پراخه فکر خاوندان وي چې د سیمې، نژاد او
قوم په لومو کې نه وي ښکېل شوي ؛ بلکې د ټول عالم لپاره رحمت کېدل يې ارمان وي
موږ هم باید د قرآن لپاره همداسې تدریسي لار او درسي میتود چمتو
کړو چې د قرآن کریم لوستونکی د الله تعالی عابد او د بنده ګانو
خادم وي د خلکو هدايت او پرمختګونو ته هڅاند شخصيت وي. موږ
مسلمانان قرآني موخې هله ترلاسولای شو چې بشريت ته د سوکاله ژوند د بښنې، معقولې
او نړېوالې طرحې د عمل په ډګر کې ولرو.
No comments:
Post a Comment