پر فصل ظلم


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

پر فصل ظلم

د نباتاتو وده په چاپېريال ساتنه د بشر او ژويو په روغتیا پالنه کې حیاتي نقش لري، د شنو بوټو نشت، ټولنه له ډېرو ناوړه بدمرغیو سره مخ کوي. دښتې، مېرې، غرونه او رغونه سپېره پرېښودل لوی ظلم دی. د ځنګلونو له منځه وړل د ټولنې په هر اړخيز ژوند کې ډېرې منفي پايلې لري، د ځنګلونو ساتنه او پالنه د ولسونو او حکومتونو ملي موخه او ديني وجيبه ده، ځنګلونه د اکسېجن او هوا د تصفیې څپاندې چینې او ژوند بښانده زېرمنتونونه دي، د ځنګلونو وهل د انسانانو عام وژنې ته ورته عمل دی، د ځنګلونو، ونو او بوټو لپاره باید یوه مستقله محکمه جوړه شي.

افغانانو ته لوی شرم دا دی چې پراخې ښېرازې زمکې د څپاندو چینو تر څنګه لري بیا هم تر پنځه سلنه زیاته ښېرازي نلري، د بېلګې په توګه، پر زراعت او نسلونو ظلم الله تعالی داسې بیانوي او غندي: «وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ». [1]

(کله چې مخ واړوي په زمکه کې فساد ته د دې لپاره هڅې او هلې ځلې کوي، چې فصلونه او نسلونه تباه کړي او الله تعالی فساد نه خوښوي).

حیرانوونکې خبره دا ده چې اول د فصل تباهي یادوي بیا د نسل، فصلونه چې تباه شول. نسلونه خپله د دین ایمان، عقل، وجدان، جسم او روان له پلوه تباه کـېږي.

که چاته ووایو چې افغانان په قرآن پوهیږي او دا آیت لولي ؛ د څپاندو سیندونو، خوږو کارېزونو او رڼو څپاندو چینو ترڅنګه د دوی ۵٪ سلنه زمکه اباده او ښېرازه ده او نوره ټوله خاره او شاړه ده او ولس یې بېوزلي، اړ او د اقتصادي ستونزو له امله پخپلمنځي خونړیو جنګونو کې ښکېل دي، قرآنپوه یې درسره نه مني.

که پوه شي چې د څپاندو سیندونو، ځوانو بشري سرچینو او ځلانده تود لمر ترڅنګ دوی وږي، تږي او سوالګر دي، بېخي یې نه مني لامل یې دا دی چې موږ په لفظي قرآن د خپلو نسلونو دماغونه ستومانه کړي، خو تطبیق يې چې ارام بښونکې او د بشري نېکمرغۍ بنسټ او د الهي پېغامونو اساسي موخه ده، پاتې دی.

د فرانسې ۷۵٪ زمکه په کروندو ښېرازه ده، خو متاسفانه د مرکزي اروپا خلک چې اکثر يې مسلمانان دي، لاندې مطلب ولولئ«په دې سيمه کې بزګري يواځې د خلکو د ژوند تېرونې لپاره کېږي، د کرګر (دهقان) بې وزلي او بې وسې ډېرې پخوانۍ دي، ځکه چې کرنيزحاصلات ډېر کم دي». [2]

افغانستان ۵٪ د زراعت له پلوه ښېرازه دى، چې دیني غوښتنو او ملي ژمنو سره په تړاو د تاسف وړ دی. دا په داسې حال کې چې ملیاردونه افغانۍ د زراعتي پرمختیاوو په نامه شخصي جیبونو ته او عاملین یې د ښه دریځ او ښه نامه خاوندان هم دي.

دا په داسی حال کې چې افغانستان د اوبو له پلوه شتمن او پر ځان بسيا هيواد دی.



[1]. البقرة: 205.

[2]. رحیم مشیري ، دکتور سید رحیم مشیري ، جغرافیه عمومي جهان ، کلیات قاره ها. جغرافیه جهان ، ص ۱۱۳-۱کاسوو ، نوټ: البانیا هغه هېوادونه دي چې تر ۹۵٪ زیات پکې مسلمانان دي.


No comments:

Post a Comment