لیکوال:محمدناصر حلیمي
ابن خلدون رحمه الله او د ماشوم وهل
ابن
خلدون رحمه الله په اتمه پېړۍ کې هغه څه ویلي، چې
د شلمۍ پېړۍ د ماشومانو د انکشافي ارواپوهنې د ټولو څېړنو لنډیز دی [1]
شاګرد وهونکي ښوونکي باید د حکومت
له لوري مجازات شي، په دې اړه ابن خلدون رحمه الله ۷۰۰ کاله مخکې وايي: «وإزالة ما
يتوقع من ضررها على السابلة، والضرب على أيدي المعلمين في المكاتب وغيرها في
الإبلاع في ضربهم للصبيان المتعلمين».[2]
(د محتسب له دندو څخه یوه دا ده چې
ټول زيانمن اسباب له منځه يوسي په ښوونځيو کې ماشوم وهونکي استادان له وهلو منع
کړي).
د ماشوم په سر د مشرانو مجازات
کومه لویدیزه پدیده نه ده، دا د لومړي ځل لپاره د اسلام سترو پوهانو وړاندیز کړې
ده، بیا د ماشومانو د وهلو ناوړې پایلې داسې انځوروي چې له عربي متن سره یې وړاندې
کوو:
ابن خلدون رحمه الله وايي:
1. «أنَّ الشدة على
المتعلمين مضرة بهم».
(له زده کوونکيو سره سخت چلن زده
کوونکي زیانمنوي).
2. «وذلك أن إرهاف الحد في التعليم مضر بالمتعلم، سيما في أصاغر الولد،
لأنه من سوء الملكة».
(معمولي رټل او دګل هم شاګرد زیانمنوي، په تېره واړه ماشومان، ځکه چې فطري وړتیا او استعداد يې له منځه وړي).
3. «ومن كان مرباه بالعسف والقهر من المتعلميبن أو المماليك أو الخدم».
(هغه انسان چې بې لارښوده تر فشار، پټکو او لاس لاندې وروزل شي، لاندې
رنځونه پکې موندل کېږي).
4. «سطا به القهر». (تل زور ته سر ټیټوي).
5. «وضيق على النفس في انبساطها».
(زړه يې تنګ او فکر يې لنډ شي او د زړه او فکر پراختیا له لاسه ورکوي).
6. «وذهب بنشاطها».
(چارې په رښتینولۍ، کره
او پوره بڼه سرته نشي رسولاى).
7. «ودعاه إلى الكسل».
(تمبلۍ او بې کارۍ ته
چمتو کېږي).
8. «وحمل على الكذب والخبث، وهو التظاهر بغير ما في ضميره، خوفاً من
انبساط الأيدي بالقهر عليه».
(دروغو او ناوړو چارو ته د زړه له تله چمتو وي.
د خپل ضمیر خبره نشي کولای، پر له پسې ډار ورسره وي چې څوک لاس ور وا نه چوي او
کوم کار ته يې په زور اړ نه کړي).
9. «وعلمه المكر والخديعة لذلك».
(غلا او دوکه ور زده کوي).
10. «وصارت له هذه عادة وخلقاً».
(غلا او دوکه يې خوى شي).
11. «وفسدت معاني الإنسانية التي له من حيث الاجتماع والتمدن».
(د ټولنیزو پرمختګونو
انساني جوهر پکې مړ شي).
12. «وهي الحمية والمدافعة عن نفسه أو منزله». (انساني جوهر يې د ځان، کورنۍ
او ټولنې دفاع او ملا تړ دی).
13. «وصار عيالاً على غيره في ذلك».
(تل د نورو د اوږو بار
وي).
14. «بل وكسلت النفس عن اكتساب الفضائل والخلق الجميل».
(روح، روان او عقل يې
درنښت او ښایسته اخلاق نشي ترلاسولای).
15. «فانقبضت عن غآيتها ومدى انسانيتها».
(د لوړ هدف او انساني
ارزښتونو له پاللوڅخه تښتي).
16. «فارتكس وعاد في أسفل السافلين».
(چټلېږي، د انسانيت له پلوه ډېرې ټيټې کچې ته لوېږي).
17. «وهكذا وقع لكل أمة حصلت في قبضة القهر ونال منها العسف».
(هر
قوم چې په ظلم کې ژوند وکړي، پرېشانه شي، راتلونکی یې
همداسې دی).
18. «واعتبره في كل من يملك أمرة عليه».
(په نظر ورکولو کې ځان
ازاد نه ګڼي، د نورو پرېکړه، د ده پرېکړه وي، که په زیان یې هم وي، د هر چا امر
ته بې سوچه غاړه ږدي).
19. «ولا تكون الملكة الكافلة له رفيقة به».
(د کره چارو د ترسرولو
پایلنه او منتجه وړتیا له لاسه ورکوي).
20. «وتجد ذلك فيهم استقراء».
(دا رنځونه ټول پکې ليده شي).
د
ابن خلدون د دغه نظر په تطبیق اروپا د علمي پرمختیاوو هغه مخکښه نړۍ شوه چې پېړۍ
پېړۍ يې د اسیا، امریکا او استرالیا ملتونه د څارویو په
څېر وڅرول مالونه يې ترې ولوټل، شخصیتونه يې ووژل، حکومتونه
یې ترې وتروړل، خو که د ایمان خاوندانو
خپل اولادونه له ظالمانه وهلو او احمقانه رټلو پرته د قرآن کریم په خوږه او
رڼه چينه کې خواږه او مينه ناک روزلي وای، اوس به نړۍ د
مهربانو ژمنو مؤمنانو لاسته ورغلې وای، اوس به په نامسلمانو هېوادو کې هم کورنی
نظام
په داسې بېدردۍ ړنګ[3]
او د تورو تېلو لپاره به د نړېوالو واکوالو لاسونه د بشريت په معصومو وينو نه وو
سره.
اوس
څه فکر کوئ چې تر ماشوم وهونکيو ارګانونو اسلام او انسانیت ستر دښمنان لري؟ تاسو
وګورئ چې د پېغمبر صل الله علیه وسلم اخلاق قرآني وو، ماشوم او ښځه یې بېخي نه ده
وهلې
او مسلمانان يې د څارویو له وهلو منع کړې ده.
[1]. که له ماشومانو سره چلن د ابن خلدون د نظر پر بنسټ شي ، مسلمانان
کولای شي چې د ټولې بشري نړۍ لپاره د خیر او هدایت سرچینه شي ، متاسفانه زموږ
ښوونېزې ادارې او روزنیز جریان زموږ د موجوده ناخوالو اساسي لاملونه دي ، چې ګټوره
علمي بڼه او ژمنه توجه ورته نشته.
[2]. ابن خلدون عبدالرحمن بن محمد بن خلدون ، مقدمة ابن خلدون ، ص
۴۹۶.
[3]. د نورو معلوماتو لپاره وګ: د لوېدیزې نړۍ ارزوونکي اخځونه.
No comments:
Post a Comment