لیکوال:محمدناصرحلیمي
۲۵. عدلپالنه او زړورتیا
د دې کتاب حامل باید پر ظلم، مظلومیت
روږدی، ظالم ته يې سر ټيټ او پر مظلوم لاسبری نه وي، د قرآن کریم د تدريس په چاپيريال کې بايد وهل، ټکول او رټل نه وي چې د انتقام اخستو، شخصیت زبېښونکی او سړیتوب وژونکی
احساس پکې پياوړى کېږي.
د نړۍ ظالمان په ظالمانه جریاناتو
کې له قرآنپوهانو نه د استفادې پر میتودونو، د ظلم د ترویج په ګټه د دوی په
استخدام کې ډېرې منظمې طرحې او منتج سیستمونه لري.
تاریخ ګواه دی چې د تاریخ په اوږدو
کې د ظالمانو د ناکردو تر شا د ظلمپاله قرآنپوهانو د اجيرانه فتواو لاس ؤ. د قرآن کریم اساسي پېغام د عدل
ځواکمنول او د ظلم له منځه وړل دي، هغه چې په ظلم روږدی شوی او ظلم پرې شوی وي او
بښنه ترې نه وي غوښتل شوې، څوک پرې قصاص شوی نه
دی، د عدل توقع به څه ترې وشي، په کومه خوله ترې وغواړو چې په ټولنه کې د ظالم او
ظالمانه عمل ترشا مه درېږه؟.
د قرآن کریم د شاګرد لپاره باید
داسې چاپیریال رامنځته کړو چې داسې کریمانه او عادلانه چارې ترسره کړي چې خلک د عامې او هر اړخیزې لورنې تر چتر لاندې د سپېڅلو او هسکو اهدافو د لاسته راوړلو په
موخه کېنوي.
دا هیله د قرآن کریم له حافظ او
زده کوونکي څخه هله کېدای شي، چې د قرآن کریم تعلیمي چاپېریال ظالمانه نه وي او له ماشومانو سره چلن او تعامل د
وهلو، دګلو، رټلو او ځپلو له مخې نه؛ بلکې د لورنې، پوهاوي او روزنې له مخې وي.
متأسفانه د تعلیم او
تحصیل په ښوونیزو ډګرونو کې له معصومو ماشومانو او با احساسه ځوانانو سره د
ګواښنده او شرمښ چلنه صحنو شاهدان یو. شرمښانه وهل، بې رحمانه ځپل او رټل د ماشوم مورال ځپي او شخصیت یې وژني، د ټولنې په پرمختګ کې يې
نقش له منځه وړي.
د قرآن کریم له هغه
حافظ نه چې په ظالم درسي چاپېریال کې روزل شوی وي بې له ظلمه بله هيله نشي کېداى؛ مګر چې ور انتقال
شوی ظالمانه احساس او د رواني رنځ درملنه يې په یو بل مهربانه درملوونکي عاقلانه محیط
کې ترسره شي.
قرآن سر ترپایه د رحمت
کتاب دی، حق يې په مهربانه چاپيريال، لورانده ښوونکو عالمانه او عادلانه تعلیمي
سیستمونو سره رامنځته کېږي. ظالمان او ظلم ته سر ټیټوونکي خلک ولسونو ته د رحمت
پیغام په عملي بڼه نشي رسولای.
زه چې ځینو ته ګورم چې
د ظالمانو ظالمانه کړنې په عدالت توجیه کوي، ملاتړ یې کوي، تر شا یې دریږي؛ نو
پوهېږم چې دی له ماشومتوبه د ذلت په کمچينو روزل شوی او ستر شوی دی، باور وکړئ چې د ملت د
وینو څښونکي هم په پوهانو کې مداحان او د دروازې ملنګان لري.
که موږ د قرآن کریم لوستو لپاره عادلانه،
کریمانه او عالمانه محیط برابر کړ، نو قرآن لوستي وګړي بیا د ظالمانه سیستمونو په جعل، تزوير، د ظالمو ښکاريانو په ناولیو مښوکو او چټلو پنجو کې ځان ته خوراک،
څښاک او پوښاک نه لټوي، بيا بشـري سعادت ته د اسلامي
امت وحدت، د دین او ایمان په نامه له منځه نه ځي، مسلمان
د مسلمان پر ضد نه روزل کېږي. په منافقت داسې نه روږدېږي، چې مسلمان په مسلمان او
اسلام په اسلام د خپلمنځي اختلافاتو له لارې وځپي.
ما چې د اسلامي امت علمي اختلاف
ولوست رحمت و؛ خو د تعصب پر بنسټ د د اختلافي موضوعاتو له لارې د خلکو د پارولو
ترشا مې د ناولیو، مستبدو چارواکو غځېدلي لاسونه ولیدل.
No comments:
Post a Comment