قرآني رحم او نننۍ پرمختیاوې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني رحم او نننۍ پرمختیاوې

د خپلسرۍ، استبداد، د اختلاف او تعصب مخکښانو په نننيو پرمختيايي اختراعاتو کې د مسلمانانو ونډه تر هر چا کمه کړې ده، په داسې حال کې چې دا اختراعات د بشري ټولنې لپاره د لورنې وسائل او د رحم بېلګه ده.

مخلوقات په اوسنیو علمي پرمختياوو کې د قرآن کریم د احسانونو پوروړي دي، د اوسنیو علمي پرمختياوو مهربانیو ته که ځير شو، جوتېږي چې قرآن کریم هغه پاپان له پښو وغورځول، چې خلک يې له تفکر او تعقل نه د خرافاتو او وهمي موضوع ګانو د استحکام لپاره لرې ساتل ؛ مګر که ځير شو د قرآن کریم له نزول نه مخکې همدا پوهه د وهم په هغو زنځيرونو تړل شوې وه، چې چا په اروپا کې د علمي نوښتونو او اکتشافاتو د اعلان جرأت نه شو کولاى.

د اروپا تاريخ ته ځير شئ چې درې زره پوهان پکې د علمي اختراعاتو په تور په دار ځړول شوي دي ؛ خو کله هم چې د قرآن کریم پلوشې د اندلس (هسپانیه) او ترکيې له لارې مرکزي اروپا (بالکان) ته ورسېدې، د علمي نوښتونو ننداره يې نن پخپلو سترګو وینو، چې د ژوند په هر ډګر کې يې د نړېوال علمي قیادت تر بریده څومره پرمختياوې کړي دي.


No comments:

Post a Comment