لیکوال:محمدناصر حلیمي
عبادي رنځوران
عبادت د
انسان په خټه کې اغږل شوی. هر انسان فطرتا په عبادت ژمن دی؛ خو
روغمن د الله تعالی او ناروغان د غیر الله تعالی عبادت کوي، د الله تعالی او بنده
ګانو د حقونو په ادا کې انډول، دواړو ته ځيرېدل او ادا کول روغتیا ده او هر یو یې
چې د بل د تلفېدو لامل ګرځي ناروغي ده. ګڼ روایتونه لرو، چې صحابي ټوله شپه عبادت
کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې خبرېږي ورته وايي: بدن دې درباندې حق لري، نفس
دې درباندې حق لري، مېرمن دې درباندې حق لري، اولادونه دې درباندې حق لري.
په لاندې
اشعارو کې عبادي رنځوران ډېر ښه ښکاره شوي دي.
شاعرحقوق
الله ادا کوونکي او حقوق العباد لتاړوونکي ته وايي:
که هزار ځله تقوی
پرهېزګاري کړې |
ښه دې نشته چې مدام
دل ازاري کړې |
دغسې حقوق
العباد ادا کوونکيو او حقوق الله تلفوونکوته شاعر وايي:
پابند امر حق چو نه
ای، از وفا ملاف |
با خالقت چه کردی که
با خلق او کنی؟ |
د عبادي
رنځور په اړه عبدالله بن مسعود رضى الله عنه وايي: «لو أن أحدكم عبد ربه سبعين
عاما بين الكعبة و مقام إبراهيم، ثم أتي يوم القيامة و يحب ظالما حشر معه في نار
جهنم وَلاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الذين ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النار ».
( که يو
څوک اويا کاله د کعبې او مقام ابراهيم ترمنځ عبادت وکړي او قيامت ته په داسې حال
کې راشي، چې له ظالم سره مينه لري، الله تعالی به يې ورسره په اور کې واچوي. [ د
الله تعالی دغه وينا وويله: ظالمانو
ته ځان مه ورنږدې کوئ، چې په اور به وريت شئ).
«فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ (٤) الَّذِينَ هُمْ عَنْ
صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ (٥) الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ (٦) وَيَمْنَعُونَ
الْمَاعُونَ (٧) ».[1]
(هغه لمونځ کوونکي دې
تباه شي، چې له خپلو لمونځونو نا خبره وي، چې ځان ښودنه او نمایش کوي او د اړتیا
وړ شيان (لور، تبر، یوم او داسې نور) له خلکو منع کوي).
قرآن عبادي روغمنو په اړه وايي، عبادت د هغو خلکو سم دی، چې په
لمانځه له بېلاریو ځان وژغورل شي، الله تعالی فرمايي: «اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ
وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ
وَلَذِكْرُ الله أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ». [2]
(اى پېغمبره! هغه كتاب ولوله چې تاته په وحې درليږل شوی دى
او لمونځ قايم كړه په باوري ډول لمونځ له فحشاء او ناوړو چارو څخه منع كوي، د الله
تعالی ياد له دې نه هم ډېر لوى دى. الله تعالی پوهېږي په هغه څه چې تاسې يې كوئ).
No comments:
Post a Comment