لیکوال:محمدناصر حلیمي
غوسه يا وسوسه
د منهاج القاصدین مؤلف وائي: (د انسان زړه فطرتاً هدايت ته وړ پیدا شوی دی، هوی او هوس
ورباندې غلبه لري، غوسه، شهوت او سختي شيطان ته
د مداخلې مخه ورکوي غوسه عقل کمزوری کوي [1]کله چې د انسان عقل
کمزوری شي، شيطان له انسان نه لوبتوکي
او لوبڅي (لوبو سامان) جوړوي
او شيطان وايي: کله چې انسان د اوسپنې غوندې سخت شي، موږ داسې لوبه ورباندې کوو، لکه
ماشوم: چې په توپ لوبه کوي[2].
همدا لامل دی چې قرآن كريم كې د
رحمان او رحیم پاک نومونه د الله له لفظ سره مل یادیږي.
د رحمن ذکر ورته وویل شو، د الله
په ډېرو نومونو کې رحمن ځکه یاد شو چې انسانان د قرآن تطبیق د بې رحمۍ پر بنسټ
ونکړي چې بیا به یې عمر لنډ او د قرآن د تطبیق مخې ته خلک خنډ وي.
«وَمَنْ يَعْشُ عَنْ ذِكْرِ
الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ».[3]
(څوک چې د رحمان ذات له ذكره ځان په
غفلت كې اچوي، موږ پرې يو شيطان مسلطوو او هغه يې ملګرى كېږي).
د قرآن بدیل صفت رحمت دی، لاندې آیت په غور ولولئ!.
«وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا
الْقُرْءانُ عَلَى رَجُلٍ مِنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ (٣١) أَهُمْ يَقْسِمُونَ
رَحْمَةَ رَبِّكَ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُمْ مَعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ
الدُّنْيَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ
بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِيًّا وَرَحْمَةُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ».[4]
(وايي دا
قرآن کریم د دوو ښارونو (مكې او طايف) له لويو سړيو نه پر يو چا ولې نازل نه كړاى شو؟
ايا ستا د رب رحمت دوی وېشي؟ د دوى د دنیوي ژوندانه د تېرولو وسايل خو موږ د دوى
په منځ كې وېشلي دي او د دوى ځينې مو تر ځينو نورو په درجو سره لوړ كړي دي، چې يو
بل وګوماري او ستا د رب رحمت تر هغې شتمنۍ زيات قيمتي دى، چې (د دوى مشران يې)
راغونډوي).
په پورته آیتونو کې قرآن کریم د رب له لوري لوی رحمت ګڼل شوی دی.
[1]. په دې اړه وګ: (مه غوسه کېږه) د عایض القرني لیکنه.
[2]. ابن قدامه ، نجم الدين ، أبو العباس ، أحمد بن عبد الرحمن بن
قدامة المقدسي ، مختصر منهاج القاصدين ، ص 148.
[3]. زخرف: ٣٦.
[4]. الزخرف: ٣۱-۳۲.
No comments:
Post a Comment