یحیی علیه السلام د ماشوم روزنې بېلګه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۲۴.       یحیی علیه السلام د ماشوم روزنې بېلګه

د يحيى(علیه السلام) لاندې ځانګړنې قرآن کریم د دې لپاره یادوي چې دیني مدارس د عالمانه نصاب او کریمانه تدریسي تشکیل له لارې هم باید خپل شاګردان په همدې ځانګړنو وروزي او په همدې ځانګړنو يې د دیني احکامو پلي کولو ته ساز کړي، بښونکی، روزونکی، پوهوونکى ښوونکی چاپېریال، سرمدرس او تدریسي تشکیل ورته چمتو کړي، چې لاندې ځانګړنې بايد ولري:

1.           د مينې، ډاډ او عمل پر بنسټ کتاب اخستونکی وي.

د قرآن کریم الله او ساکښانو همېشنۍ مينه باید له ماشومتوبه په ذهن او زړه کې ځاى شي. د ماشوم روحي، رواني، عقلي، جسمي او اجتماعي متوازنه روزنه باید د فزیکي قوت په پامنيوي رامنځته شي.

ماشوم ته مينه وركول د مور له نسه پیلیږي، ماشوم له مور څخه خپله عاطفه مړوي، له پلار او چاپېریال څخه خپل عقل خړوبوي، پلار د جسمي ودې لپاره کار کوي او زیار ګالي او مور ماشوم ته د مینې ورکولو دنده ترسره کوي، په نصاب کې باید ښځمنو ته د عاطفي ودې مخه تر نارینه وو زیاته ورکړل شي او تر شپږم ټولګي پورې تدریسي بهیر ښځینه و ته وسپارل شي.

 رسول الله صلی الله علیه وسلم دې خبرې ته ځیر و، چې بې عاطفې او کم عاطفه انسان له قرآن کریم نه مطلوبه ګټه نشي کولای، د قرآن کریم حق نشي اداء کولای، د قرآني احکامو درنښت د عمل په ډګر کې نشي پاللای ؛ نو ځکه مینه ناک، خاوندپالې او اولادپالې مېرمنې په یو حدیث کې ستايي: «أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: سَمِعْتُ رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم يَقُولُ: نِسَاءُ قُرَيْشٍ خَيْرُ نِسَاءٍ رَكِبْنَ الإِبِلَ أَحْنَاهُ عَلَى طِفْلٍ، وَأَرْعَاهُ عَلَى زَوْجٍ فِي ذَاتِ يَدِهِ».[1]

(ابي هریره وايي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم مې واورېده چې ویل یې: قریشي ښځې چې پر اوښانو سپرلي کوي ځکه غوره دي چې خپل اولادونه په مینه پالي، څومره چې توان لري خپل خاوندپالي).

2.            جسمي او عقلي روزنه ارزونه

 ماشوم باید د جسم له پلوه غښتلى او د عقل او روان له پلوه پیاوړی وروزل شي، چې د الهي احکامو ساتنه او پالنه د علم، عمل او اخلاقو په قوت سره وکړای شي.

"د ويټامینونو، منرالونو او شحمیاتو، زیاتوالی او کموالی دواړه د قرآنپال او قرآنپوه پر شخصیت تاثیر لري، د مثال په توګه که ويټامین B يې کم وي تړتړي (ګوڼګوڼې) کېږي، که ويتامین D کم وي لټ کېږي، که اوسپنه یې کمه وي، د ویني له کمښت سره مخ کېږي، که کلسیم یې کم وي د هډوکو له (کمزورتیا) سره به مخ وي، که پوتاشیم یې کم وي غاښونه یې زر رژیږي، که ایوډین او اکسېجن یې کم وي د حافظې له کمزورۍ سره مخ کېږي"[2].

3.           حکيمانه او عالمانه روزنه

 زموږ د اولادونو روزنه باید حکیمانه او عالمانه وي له تدبیر پرته د ماشوم روزل د ماشوم ځورول او ځپل دي، نامسلکي خلکو ته د ښوونځیو سپارل د زده کوونکيو رټلو او ځپلو ته مخه هوارول دي.

4.           عاطفي روزنه

 لورنه، خواخوږي او مینه ورکول باید د قرآني محیط یوه ستره ځانګړتیا وي، یو له بل سره باید دومره مینه وکړو چې کرکه او نفرت مو له زړونو ووځي.

5.           زکوة[3]

د ماشوم د جسم، عقل او روح روزنه په سالمه او متوازنه توګه ترسره شي.

6.           حقتلفي

د حقتلفۍ له ټولو ډولونو څخه ځان ساتل.

7.           له مور و پلار سره مهربانه او مینه ناک چلن.

8.           له بد چلن ځان ساتنه

9.            له سرزورۍ او سر تمبګۍ څخه ځان ساتل.

10.        له عصیانه(له الهي او ټولنیزو حقتلفیو څخه) ځان ساتل.

لکه په لاندې آیت کې چې الله تعالی د پورته ماشوم روزونيکو توکو د تائيد په اړه فرمايلي دي: «يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ وَآَتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا (١٢) وَحَنَانًا مِنْ لَدُنَّا وَزَكَاةً وَكَانَ تَقِيًّا (١٣) وَبَرًّا بِوَالِدَيْهِ وَلَمْ يَكُنْ جَبَّارًا عَصِيًّا (١٤) وَسَلَامٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا(١٥)».[4]

(اى يحيى! د الله تعالی كتاب ينګ ونيسه) موږ هغه ته په ماشومتوب كې (حكمت) وركړ او له خپل لوري مو ورته خواخوږي او سپېڅلتيا وركړه، هغه ډېر پرهېزګار او له خپل مور و پلار سره ډېر نېک چلنه و، هغه نه زور زياتى کاوه او نه سرغړوونكى و، پر هغه ورځ دې سلام وي چې دى پکې پيدا شو او په كومه ورځ چې وفات شي او په كومه ورځ چې ژوندى راپاڅول شي).

د کتاب اخستونکي باید جابر او عاصي نه وي، ځکه چې جابر د خلکو روحيه ماتوي، شخصیت او سړیتوب يې وژني، ټولنه پخپلمنځي اندېښنو کې ښکېلوي، له خپلمنځي شخړو او جنګونو خوند اخلي، وګړي د یو بل پرضد کاروي، د قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو پر پارولو پر خپلو عیبونو د ورېښمین څادر غوړوي او عاصي انسان دیني لارښوونې نشي عملي کولای، په تشو تپاکو د دين ارزښت او درنښت کموي او زیانمنوي.

دا کتاب رحمت دی د خواخوږۍ، لورنې او مهربانۍ سرچينه ده، باید لوراند او منونکي انسانان يې تدریس ته را ودانګي.

اوس که زموږ ښوونیز، پوهنيز او روزنیز نظام د همدې آیتونو عملي ممثل شي، څه فکر کوئ چې د نړۍ ستر واکمنان به زموږ ټولنې ته خپل اولادونه د سالمې او هر اړخیزې متوازنې ودې لپاره راونه لېږي!؟.

زه باور لرم چې د دغو آیتونو عملي کول د انسان بایللی برم بېرته خوندي کولای او بشريت له موجوده اسارت او لالهاندۍ څخه ژغورلای شي.



[1]. بخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل ، الجامع الصحيح ، صحيح البخاري ، ج ۴ ص ۱۶۴. د حدیث نمبر: 3434.

۲. احناه علی طفل:

[2]. د ویټامین پېژندنې په اړه لاندې کتابونه وګورئ! (هيماتولوژي ، ايمينولوژي او د ويټامينونو کموالى – ايمل شېرزى ، کورنى طبيب – حاجي عبدالستار فيضي ، امبريولوژي – پوهنوال ډاکټر محمد حسين يار ، د انسان عمومي کلينيکي امبريولوژي – پوهيالى ډاکټر عبدالله جان شينوارى )

[3]. دلته د ماشوم سالمه روزنه مراد دی عام زکات نه دی.

[4]. مریم: 12-15.


No comments:

Post a Comment