لیکوال:محمدناصر حلیمي
پر رحم هضمېدونی او عملي قرآن
که وګړي يا ټولنې
غواړي چې د قرآن کریم په هدايت د ژوندانه د اهدافو له لارې د سوکاله ټولنې، د خواخوږي وګړيز روزنيز جوړښت خاوندان
او د ژوندانه پر ټولو برخو برلاسي او کامياب شي، باید لاندې روزنیزې ځانګړنې په ځان کې راولي:
١. احسان: د الله تعالی د رضا د حصول په موخه دنیوي چارو، افکارو کره، پوره، ګټور او پايله وال
استعمال احسان ګڼل کېږي. يا د الله تعالی د رضا د
تر لاسي په موخه د الله تعالی او کايناتو
د حقوقو کره او پوره ادا احسان دى.
٢. يقيمون الصلاة: سم لمونځ ادا کول چې لاندې ځانګړنې لري:
١. خشوع: خشوع په لمانځه کې د لمانځه له بنسټیزو غوښتنوڅخه
بنسټیزه غوښتنه ده الله تعالی فرمايي: (قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ (1) الَّذِينَ
هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ (2)».[1]
(یقینا هغه مؤمنان کامیاب شول چې
پخپلو لمونځونو کې خشوع کوونکي دي).
د رسول الله صلی الله علیه وسلم
ستره اندیښنه دا وه چې امت یې په لمانځه کې خشوع پرېږدي، متاسفانه نن خشوع کډه کړې
او د لمانځه د ناندریزو مستحباتو په اړه تاوده بحثونه د اختلافپالو پوهانو له لارې
مجلسونه تاوده کړي دي، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم لاندې حدیث ته ځیر شئ!.
عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ، أَنَّ
النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «أَوَّلُ مَا يُرْفَعُ مِنْ
هَذِهِ الْأُمَّةِ الْخُشُوعُ حَتَّى لَا يُرَى فِيهِ خَاشِعًا».[2]
له ابو درداء رضي الله عنه نه روایت دی چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: «
لومړنی څیز چې ډېر لومړیتوب لري او په دې امت کې له منځه ځي خشوع ده، آن تردې چې
خاشع کس به پيدا نکړې».
دا حدیث اسلامي پوهان د بشري پرګنو
عاطفي او شعوري روزنې ته ځیرمنوي او په دې يې پوهوي چې د ظاهري ګناهونو د مخنوي
لپاره د انسان عقل روښانه، قانع، پياوړی او عاطفه يې نرمه، خواخوږۍ او مینه ناکه
کړه. هغه مسلمانې ډلې چې له خشوع نه مخکې خپل پلویان د لمانځه په اختلافي موضوعګانو
ښکېلوي اسلام او مسلمان سره ستره جفا کوي او هغوی چې په لمانځه کې له خشوع نه مخکې
پخپلو ځوانانو سیاسي شعارونه زمزمه کوي، د خپلو پلویانو په حق کې نه بښېدونکی
جنایت کوي.
په لمانځه کې خشوع یعنې هغه لمونځ
چې ټول جسمي، عقلي او روحي قوتونه په لمانځه کې داسې ګډون وکړي چې د الله تعالی رښتینی
ملاقات پکې حس کړای شي.
٢. حفاظت: د لمانځه د ساتنې په اړه تفسیر
پوهان ګڼې خبرې لري، مهمه خبره پکې دا ده چې له لمانځه نه وروسته د بل انسان حق
پایمال نکړې چې بیا په اخرت کې دې لمانځه ثواب هغه ته ورکول کېږي، مثلا د چا غیبت
دې وکړ، چاته دې کنځلې وکړې، د چا مال دې وخوړه یا داسې نور، یعنې د لمانځه ثواب
ځان ته وساتې چې بل څوک یې درنه وانخلي، الله تعالی فرمايي: «وَالَّذِينَ هُمْ
عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ».[3](او
هغوی چې د خپلو لمونځونو ساتونکي دي.)
٣. دوام: هسې هم د رسول الله لږ عمل او دوامداره عمل یې خوښېده، خو بیا په لمانځه کې
دوام او له قضایۍ يې پرته ادا کول د لمانځه کمال او جمال دی، الله تعالی وايي: «اِلَّا الْمُصَلِّينَ
(٢٢) الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ». [4](بې
له هغو لمونځ کوونکو، چې همېشه لمونځونه کوي).
[1]. المؤمنون: 1- 2.
[2]. الطبراني سلېمان بن أحمد بن أيوب بن مطير اللخمي الشامي ، أبو
القاسم الطبراني ، مسند الشاميين للطبراني ج 2ص 400.
[3]. المؤمنون: ٩.
[4]. المعارج: ٢٣.
No comments:
Post a Comment