لیکوال:محمدناصر حلیمي
رحم زېږانده او حق پاله لمونځ
د اسلامي عقیدې او عبادت ستره
ځانګړتیا او کمال تر نورو ادیانو دا دی، چې قرآن او نبوي احاديث سنت عقیده او
عبادت د مخلوقاتو له حقونو سره په تړاو توضېح يا په بله ژبه د الهي حقونو ادا د
بشري حقونو پر محور راڅرخوي او بشري حقونه د الهي حقونو د ادا پر محور بيانوي.
لاندې مثال په غور سره ولولئ!
1) الله تعالی فرمايي: «فَوَيْلٌ
لِلْمُصَلِّينَ (٤) الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ (٥) الَّذِينَ هُمْ
يُرَاءُونَ (٦) وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ(٧)».[1]
(بيا تباهي ده د هغو لمونځ كوونكو لپاره چې له خپل لمانځه او د خپل لمانځه
له ارزښت څخه په ناخبرۍ کې دي، هغه كسان چې ريا
كاري كوي او (خلكو ته) د عادي اړتيا وړ شيان (لور، تسكور، يوم، اړتیاوړ کورلوښي او
کار لوښي او اوس د همدې وسايلو پرمختللي بڼه وركړه منع كوي).
په پورته آیتونو کې الله تعالی حق تروړونکي لمونځ کوونکي غندي او ورته وايي
لمونځ دې تر هغه درته ګټور نه دي چې په لاندې رنځونو رنځور ووسې:
1. په
لمانځه کې سهوه: د لمانځه له غوښتنو څخه بې خبري چې له فحشاوو او منکر
څخه ځان ژغورل دي منکر ټولې بشري سرغړونې، جرمونه، جنايتونه دي، یا په بله ژبه هره
هغه طرح، وینا او فعالیت چې د الهي او بشري حقتلفیو لامل ګرځي فحشاء او منکر دی.
2. لمونځ او ریاء: د یو انسان عقیده چې دومره کمزورې
وي، چې خپل همنوږ (همنوع) انسان ته ځان ښيي، دا ستره تېروتنه ده، ځکه هر انسان
همدومره وس لري چې خپلې ستونزې پخپله هوارې کړي او هېڅ انسان د خپلو ستونزو له
رژولو ناتوانه نه دی ؛ نو ریا چا ته او د څه لپاره؟
3.نورو ته خیررسونه او لمونځ: د لمانځه اساسي هدف دا دی، چې
انسان د الهي او بشري حقونو ادا ته چمتو شي. همدا لامل دی چې الله تعالی هغه لمونځ
کونکي ته هلاکت غواړي چې د کار توکي له نورو خلکو څخه منع کوي.
No comments:
Post a Comment