لیکوال:محمدناصرحلیمي
د رښتیني خبر تر څنګ دردناکه وضع
د خپلې ټولنې ګلونه ماشومان ګورم، چې
په ډېرانونو کې ډکي او خځلې ټولوي، د
حقارت احساس يې ټول وجود زبېښلی او شته وړتیاوې یې
ورته ځپلي دي. نهیلي، بېوزلي او اړ پلرونه او ميندې ګورم چې د مایوسۍ دردونه او آهونه په سړه او دردناکه
سینه ګالي او د هیلې سترګې د هېچا لور ته نشي اړولای. دردمنې زړه سواندې میندې چې د خپلو خوارو او وږيو ماشومانو په اننګو کې بې له سپېره داغونو، په رګونو کې يې وچې وینې او په سترګو کې له اوښکو پرته بل څه نه ويني.
دردمن
او غیرتي پوهان پېژنم چې له اقتصادي او سیاسي بحران
څخه د خپلو ولسونو د ژغورلو دردونه په زړه کې ګالي خپلو طرحو ته تطبيقي ډګر نشي
موندلای. له آه او فغان پرته بل څه نه لري. که د دوی شعر، نثر او نورې
ادبي علمي پنځونې وګورې،
جوتیږي چې د خپل ولس دردونه، آهونه او کړاوونه پکې
ګوري او اوښکې ورپسې تويوي.
بېشکه چې ددغې دردناکې وضعې پوښتنه الله
تعالی له علماوو څخه کوي.
«وَإِذْ أَخَذَ الله مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا
الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ”.[1]
(هغه وخت دریاد کړه چې
الله تعالی له هغو څخه کلکه ژمنه واخیسته چې د کتاب علم ورکړل شوی و، چې تاسو به
یې هرومرو خلکو ته بیانوئ او نه به یې پټوئ).
«إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا
مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي
الْكِتَابِ أُولَئِكَ يَلْعَنُهُمُ الله وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ (١٥٩)
إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَبَيَّنُوا فَأُولَئِكَ أَتُوبُ
عَلَيْهِمْ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ (١٦٠».[2]
(كوم خلك چې زموږ نازل
شوې روښانه لارښوونې او هدايات په داسې حال كې پټوي چې موږ هغه د ټولو انسانانو ته
پخپل كتاب كښې بيان كړي دي، باور ولرئ چې الله هم ورباندې لعنت وايي او ټول لعنت
ويونكي هم ورباندې لعنت وايي، البته څوك چې دا كار پرېږدي، ویجاړ شوي کارونه بېرته
سم کړي او څه يې چې پټ كړي وو ښکاره یې کړي، زه ورته بښنه کوم او زه لوى توبه قبلوونكى
او رحم كوونكى يم).
دا چې ولې موږ پاتې
راغلو؟ علت يې دا دی، چې موږ
مسلمانان د بشري ستونزو د حل، د بشري، طبیعي او اجتماعي وړتیاوو د ودې لپاره له قرآن
کریم نه په الهام د قرآن کریم د تطبیق لپاره په کتابو او ويناوو کې ډېر څه؛ مگر د تطبیق او نتيجې لپاره هېڅ نه لرو،
که يې لرو نو دومره ده چې غلیم راباندې هره نخره
کولای شي او په هر ډول سیاسي لوبه کې مو راښکېلولای، زموږ هلې ځلې هدر يا د خپلو ګټو پرمحور څرخولای شي.
غليم وکولای شو موږ په دوو برخو
وويشي لويه برخه خواړه او لږه برخه خوړونکی، لويه برخه لوبېدی او لږه برخه لوبغاړی،
لويه برخه وږی او لږه برخه مړه.
No comments:
Post a Comment