لیکوال:محمدناصرحلیمي
کمزوري قرآن لوستي
ښايي ځینې قرآن لوستي مو ليدلي وي،
چې وړه اداره نشي سمبالولای. په یوه وړه قرآني حلقه کې د ګل غوندې ماشومان په لښتو
وهي روح و روان يې رنځوروي او په وهلو يې زموږ ټولنه په سلګونو بدېو کې ښکېلوي، علت يې همدا دى، چې د قرآن کریم په تدريسي دود کې پر الفاظو
بسنه شوې، هغه څه يادوي چې پرې نه پوهېږي..
متأسفانه داسې استادان د خپلو
شاګردانو د هر اړخيزې قرآني ودې او نبوي انکشاف د رامنځته کېدو پوهه او هڅه نه لري. لږ تر لږه د ځان او د
هغوی سالمې او درنې روزنې لپاره ځان ژمن نه ګڼي. قرآن لوستی پړ نه دی، ځکه چې قرآن
کریم ورباندې یاد شوی دی ؛ خو د قرآنپوهنې، موخې او تطبیق ته نه دی چمتو کړای شوی.
No comments:
Post a Comment