۱۸. له زمکې نه د استفادې هدايت


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۸.           له زمکې نه د استفادې هدايت

البېروني رحمه الله د Cosx=R+HR فارمول له لارې د زمکې ګردوالی هغه مهال ثابت کړ، چې ډکارت، کپلر او لویدیزه نړۍ له دې حقيقته بې خبره وه[1].

د زمکې کلمه ۴۶۹ ځلې په قرآن کریم کې ياده شوې ده، موږ باید تر نورو ۴۶۹ ځلې له زمکې زیاته ګټه اخیستي او پرې پوهېدلای وای او د زمکې خیر او ښېګڼې مو بشریت ته ورپېژندلې وای.

متأسفانه موږ د کانونو له پاسه وږي، د سیند پر غاړه تږي، د سعادت تضمینوونکي دین ترڅنګ بدمرغه، له سپېڅلي نسل سره بې سړي او بېکاره، د سپېڅلو میندو په موجودیت کې بې کیفیته نسل، د سترو اجتماعي شخصیتونو په پرېمانۍ کې ړنګ اجتماعي جوړښت او په ازاده هوا کې بې تنفسه پراته يو.

همداسې له غرونو ګټه، چې غر په قرآن کریم کې نږدې ۵۰ ځلې یاد شوی دی ؛ خو موږ ترې استفاده نشو کولای، دا هم د قرآن کریم له زرګونو پورونو سره یو بل تطبیقي پور دی، چې مسلمانان د قرآن کریم او نورو ولسونو پوروړي دي او دا معلومه ده چې الله تعالی خپل حق بښي ؛ خو د بنده ګانو حقونه نه بښي.

که مو له زمکې ګټه اخیستې وای، اوس به نورو ولسونو ته اړ نه وای، د مادي امکاناتو له درلودو سره سره به د مذهبي، ژبني، قومي او ګوندي تعصباتو په ژرنده نه دل کېدو، باور وکړئ چې د تعصباتو ترشا خطرناکه اغېزمنه انګېزه او فتوی مالي، علمي او اخلاقي فقر دی، کنه هېڅ ګوندپال او متعصب موږ ته د شتو اختلافاتو تر شا چې لسګونه میليونه یتیمان، څو میلیون کونډې، ۹۵٪ بېوزله انسانان.. ترې هېر کړي، ذره سپېڅلې انګېزه او شرعي فتوی نشي راښودلای.

سره له دې چې ټول پوهېږو چې که تعصب پرېږدو او اختلاف ته عالمانه لارې پرانیزو، همدا اوس په علمي، تولیدي او څېړنیز ډګر کې نړۍ زموږ پر محور را چورلي، د نړۍ خلک به زموږ په مخترعینو او پوهانو ویاړي، بيا هم د عاطفې له پلوه بې وزنه پوهان په تعصب کې زموږ مادي او معنوي وړتياوې مينځي.

الله تعالی قرآن کریم هدایت ګڼي، کفر په دردناکه سزا غندي، ورپسې سمندر، بېړۍ، د حلال مال پلټنه، په نېکيو کې د الهي نعمتونو کارول، د اسمانونو او زمکې اېلول، پر اسمانونو او زمکه فکر او بیا ورپسې ایمان، مغفرت، د بدو او نېکو چارو پایله یادوي، له طبیعت څخه ګټه د ایمانوالو ستر مسؤولیت  د ايمان ساتنې او انسپالنې محور دی.

بشري پرګنې ژمنې دي چې طبیعت د بشر په ګټه اېل کړي، له دې سره د کفر ريښې وچېږي او د اسلام د عزتمنې ونې ريښې مضبوطېږي، څانګې یې تاندې او سمسورې، پاڼې یې ښایسته او خوږ بویه ګلان یې غوړیږي او خوږې مېوې یې د بشر د مادي او معنوي تندې د خړوبولو لپاره بې له استثناء ولسونو ته رسېږي لاندی ايتونه په غور ولولئ!.

«هَذَا هُدًى وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِاٰيَاتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذَابٌ مِنْ رِجْزٍ أَلِيمٌ (١١) الله الَّذِي سَخَّرَ لَكُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِيَ الْفُلْكُ فِيهِ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (١٢) وَسَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِنْهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَاٰيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (١٣) قُلْ لِلَّذِينَ اٰمَنُوا يَغْفِرُوا لِلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ أَيَّامَ الله لِيَجْزِيَ قَوْمًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (١٤) مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَآءَ فَعَلَيْهَا ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ(١٥)».[2]

(دا قرآن کریم سر تر پايه هدايت دى او د هغو خلكو لپاره د مصيبت دردناک عذاب دى، چې د خپل رب د آيتونو له منلو يې انكار وكړ. همدا الله تعالی دى، چې تاسې ته يې سمندر اېل كړ، چې د هغه په امر پكې بېړۍ وچلېږي او تاسې د هغه د فضل لټون وكړئ او شكر كوونكي اوسئ. هغه د اسمانونو او زمکې ټول شيان تاسې ته له خپل لورې نه مسخر كړل، په دې كې د هغو خلکو لپاره سترې نښانې دي، چې فكر كوونكي دي، څوک چې ښه وكړي، د خپل ځان لپاره به يې وكړي او چا چې بدي وكړه، سزا به پخپله ګالي او بیا د خپل رب په لور تلونکي یاست).

دا هم د الله تعالی له آیتونو څخه یو ډول انکار دی، چې فکر پکې ونه کړي، تسخير يې نکړي اوګټه ترې وانخلې.



[1]. عارض ، پوهاند غلام جېلاني او پروفیسیور اندریزتمن ، جغرافیه اقلیم شناسي ، ص ۶۵. یادونې وړ ده چې پوهاند مرحوم غلام جېلاني عارض د کابل پوهنتون استاد د زمکې د نړېوالې جایزې ګټونکی او د افغانستان ستر جغرافيه پوه هم و.

[2]. الجاثیه: 11-15.


No comments:

Post a Comment