قرآن یو لوی خبر دی


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

قرآن یو لوی خبر دی

قرآن کريم هغه لوى خبر، چې د لوى الله تعالی له خوا عظيم انسان ته د اړتيا حلوونکو او وړتيا پنځوونکو افکارو د لويو چارو د سرته رسولو، ګټورو خبرو د کولو او له سپکو چارو نه د ځان ساتلو، د دنیا او قيامت په لويه ورځ د الله تعالی له لويو عذابونو نه د ځان او خلکو د ژغورلو، د دنیوي نېکمرغيو او اخروي بریاوو د تر لاسولو لپاره را لېږل شوى دى.

 هغه لوى خبر چې سوچ او فکر پکې کول په انسان کې درانه خويونه او لويې ارزوګانې روزي، هسکو پایلو او سپېڅلو موخو ته د رسېدا هڅه پکې پالي او د لويو چارو د ترسرونې ځواک پکې پياوړی کوي. د قارون، فرعون، هامان، عاد او ثمود اصلاح کولو، نقد او مخنيوي روحیه او زړورتیا پکې پالي.

 د قاروني، فرعوني، هاماني، عادي او ثمودي سیستمونو د له منځه وړلو له لارې د بشري پرګنو د ژغورلو په موخه انسان ذهنا او عملا په فردي او اجتماعي بڼه د انسان، حيوان و نبات ژغورلو او پاللو ته چمتو کوي.

د سليمان، داؤد او يوسف عليهم السلام عادلانه او بشري ستونزو ته د حل لرونکو نظامونو د اعادې هڅه پکې پيدا کوي.


No comments:

Post a Comment