لیکوال:محمدناصر حلیمي
لفظی ذکر او دعاء
لفظي ذکر معنا دا نه ده، چې ژبه به یو څه وايي، عقل او
عاطفه به ترې نا خبره وي، لفظي ذکر هغه ذکر دی چې ژبه یې توري په کره او پوره بڼه
ادا کوي، عقل يې په معنا فکر کوي او روح له الله تعالی سره په تړاو خوند او پند
اخلي.
لمونځ، تلاوت، دعاګانې، د
سهار او ماښام اذکار، د ځایونو، وختونو، چارو او حالاتو ځانګړي اذکار له رسول الله
صلی الله علیه وسلم نه روایت دی، دغه اذکار انسان عملي او فکري ذکر ته داسې چمتو کوي چې انسان په پوره اخلاص پخپل وخت،
امکاناتو او وړتیاوو بشري اړتیاوې حلوي، څومره چې انسان پر دغو اذکارو پابند وي هومره يې
جسم، عقل او روح ښېګڼو ته چمتو او له بدګڼو لاس په سر وي.
په څلېرویشتو ساعتونو کې یو ساعت دغو اذکارو ته ورکول
انسان د انسي او جني شیطانانو له لمسون او بېلارې کولو ژغوري. د اذکارو ډېر کتابونه لیکل شوي دي چې
له هر مسلمان سره په هر کور او هر جیب کې وي.
د اذکارو په فضیلت کې په زرګونو نبوي احادیث، په سلګونو
آیتونه او د علماءو په زرګونو زرینې ویناوې لرو چې زه فقط د محمد بن کعب القرظي
وینا ستاسو حضور ته ږدم: «مُحَمَّدِ بْنِ كَعْبٍ الْقُرَظِيِّ، قَالَ: " لَوْ
رُخِّصَ لِأَحَدٍ فِي تَرْكِ الذِّكْرِ لَرُخِّصَ لِزَكَرِيَّا عَلَيْهِ
السَّلَامُ، قَالَ اللهُ تَعَالَى:« آيَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلَاثَةَ
أَيَّامٍ إِلَّا رَمْزًا وَاذْكُرْ رَبَّكَ كَثِيرًا». [آل عمران: 41] وَلَوْ رُخِّصَ لِأَحَدٍ فِي
تَرْكِ الذِّكْرِ لَرُخِّصَ لِلَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللهِ تَعَالَى، قَالَ
اللهُ تَعَالَى: « يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوا
وَاذْكُرُوا اللهَ كَثِيرًا». [الأنفال: 45] .[1]
(محمد بن کعب القرظي وايي: که چاته د ذکر د پرېښودلو
اجازه وای، زکریا علیه السلام ته الله تعالی وویل: « ستا نښه دا ده چې له اشارې
پرته درې ورځې له هېچا سره مه غږېږه او خپل رب ډېر ډېر یادوه» او که بل چاته د ذکر
د پرېښودلو اجازه وای ؛ نو د الله تعالی د لارې مجاهدینو ته به اجازه وای، الله
تعالی دوی ته وايي: «ای هغو چې ایمان مو راوړی، کله چې له یوې جنګیالۍ ډلۍ سره په
جنګ کې ښکېل شوئ، نو ټینګ شئ او الله تعالی ډېر ډېر یادوئ ).
د هر انسان د نېکچارۍ مخې ته د انسي او جني شیطانانو بې
شمېره لومي دي چې پکې راګیر او ښکېل شي، د دې لومو شلول یواځې په ورځني یو ساعته
ذکر سره شوني دي.
[1] . الأصبهاني
، أبو نعيم أحمد بن عبد الله بن أحمد بن إسحاق ، حلية الأولياء وطبقات الأصفياء ج 3 ، ص 215.
No comments:
Post a Comment