درويشتم فصل:اتلسم صفت (النَّبَأ)کره، نوې او وېښوونکې خبره!


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

درويشتم فصل:اتلسم صفت (النَّبَأ)کره، نوې او وېښوونکې خبره!

قرآن «نبا عظيم» دی

 لاندې خوندور سوال او ځواب ته ځیر شئ!

«عَمَّ يَتَسَآءَلُونَ (١)؟»[1]

(دوى د څه په اړه یو بل پوښتي؟)

«عَنِ النَّبَإِ الْعَظِيمِ».[2]

(دوى د لویې خبرې په اړه یو بل پوښتي).

 يعنې هغه خبر چې د ارزښت او درنښت له پلوه ځکه ستر او لوی دی چې د دوی حال او مستقبل، مادي او معنوي نېکمرغۍ تضمينوي نوي او تازه معلومات ورکوي.

قرآن عظیمه خبره ده. موږ په عربي ژبدود کې د کبیر او جلیل دوه کلمات لرو، چې کبیر د ذات لويوالي ته او جليل د صفاتو لويوالي ته وايې نو­عظیم معنا:­قرآني خبر د ذات او صفاتو له پلوه لوی او د منځپانګې له پلوه غني، بډای، خوندور او ستر خبر دی.



[1]. النبأ:1.

[2]. النبأ:2.


No comments:

Post a Comment