ظلمپال او ظالمپال مظلوم


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

ظلمپال او ظالمپال مظلوم

زموږ ټولنیز جوړښت داسې جوړ شوی دی، چې مظلومان ظلم پالي او ظالم ستايي، ظالمان عدل ځپي او مظلوم رټي او دواړه چې وپوښتې د «استغفرالله» پر ځاى «الحمدلله». وايي.

په ښوونیز او روزنیز ډګر کې ځینې (مظلومان) وايي، چې د ده یا هغه استاد د وهلو برکت و، چې زه دې ځای ته ورسېدم ؛ خو زه د ډېرو با استعدا ده ځوانانو په فردي او اجتماعي ژوند کې د سخت زړيو استادانو، زهرجنو او خطرناکو فردي او اجتماعي زيانمن اثرات محسوسوم، چې ناوړه پاېلې يې د هغو په افکارو، ویناوو او کړنو کې ليده شي.

که عالمانه ژوند، عادلانه ټولنه او هوسا ولس غواړو په تعلیمي ادارو کې باید د تاوتریخوالي زړی وچ کړو.

د مستعمره هېوادونو ماشوم وهونکي ښوونکي، استادان او علماء... انساني مستعمره ټولنه ډېره ځپلې، پرمختګ یې ځنډن او په شا تګ ته اړ او ښکېلاکګرو ته يې د هېوادونو د یرغملنې مخه هواره کړې ده.

د دین تر دوښمنانو دین ته د هغو علماوو زیان او خطر ډېر دی، چې د مدرسې طالب العلم په لښتو وهي په عواطفو کې یې د انسان د وهلو ناروا جواز ثبتوي او زړه یې د کسات اخستنې له کرغړنو احساساتو ‌احمقانه ولولو ډکوي.

حیرانوونکې او دردوونکې خو دا ده چې ملایکې ورته خپلې وزرې غوړوي او دی يې په لښتو ذلیلوي! (لا حول ولا قوة الا بالله).

متأسفانه د ماشوم، وهل، رټل، غوږ تاوونه، سکونډنه، له ویښتانو راکښنه او داسې نورې بدرنګې شخصیت ځپونکې او وجدان ماتوونکې سزاګانې د ماشوم روح او روان، ایمان او وجدان ځپي د حقارت احساس پکې وده کوي، د وجدان له ناارامۍ سره مخ کېږي، د ژوند په هره برخه کې بې موجبه کړېږي فکري استقلال، د دریځ ثبات او نوښتونو د ایجاد ځواک له لاسه ورکوي.


No comments:

Post a Comment