رحم او لورنه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۲۶.      رحم او لورنه

لوراندو، وګړپالو، خواخوږو، نړېپالو، مهربانو او ساکښپالو شخصیتونو رڼو فکرونو او مهربانو زړونو ته دا قرآن په منتجه بڼه زر ورننوځي.

که دا کتاب د ډبر زړیو، پوچ خولیو، ناندرېمارو او کنځلمارو له خوا تدریس شي، قرآن کریم او بشري پرګنو ته یې تر ګټې زیان زیات دی، له داسې خلکو سره اسلام یوه ویناییزه او لیکنیزه مبارزه ده، چې په وینا او لیکنه کې هر څه جوړ او په عملي ژوند کې د ژوندانه په ټولو اړخونو کې هر څه ویجاړه وي، دلته بیا دیني فعالیت داسې بڼه غوره کوي، چې د همدغې اسلامي ډلې منتسبین دومره پر پېغمبر اکرم درود نه وايي، هومره چې خپل مشر ستايي، اصحاب چې د قرآن او پېغمبري ژوند رښتني ترجمانان وو، دومره یې نه یادوي هومره چې خپل نیمګړي غړي او ګوندي عشـرګړي یادوي او په درواغو یې ستايي او تېروتنو ته یې زرینې پردې جوړوي، د اسلام ګوندي تحلیل د موقتي مصلحتونو په پار د ظالمانو د تایید لپاره لوستل کېږي او تحلېلیږي، بیا په داسې ټولنه کې مظلوم هم پړ او هم مړ دی، ظالمان هم د ولس هډوکي شپېلوي، هم ښاغلي دي، هم منلي او د ظالمانو مداحان د دوی د دسترخوان پر پاتې شونو شخوند وهي.

او خطرناکه خبره دا ده چې داسې خلک د اسلامپالنې له تشو شعارونو سره مسلمانان له مادي او معنوي زیانونو، د دښمنانو له ګواښونو او د دوستانو له تېروتنو او تېر ايستنې سره مخ کوي.

که اسلامي نهضتونه د سیمه ییزو او نړېوالو سفاکو څارګرو ادارو سره د اړیکو او ژمنو پر ځای د بشري منابعو د انکشاف له لارې طبعي منابعو ودې ته عالمانه او مسلکي کار وکړي او منتج زیار وباسي باور لرم چې په تش لاس تېر زیانونه جبران او راتلونکي کارونه د سعادت په لور حرکت کوي. د راتلونکې پېړۍ اسلامي نهضت ته د ختیځ او لویدیځ سره د وسله والو همکاریو، اړیکو او همغږیو پر ځای د څاروي پالنې، نبات روزنې، اقتصادي، صنعتي مالي ودې او د طبیعي منابعو عادلانه توزیع او بشـري منابعو د هر اړخېزې پرمختیا او پیاوړتیا سپارښتنه کوم.


No comments:

Post a Comment