د علم او ايمان پخلاينه د شفا بنسټ


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د علم او ايمان پخلاينه د شفا بنسټ

ريښتينى علم پر ايمان او ريښتينى ايمان په علم خړوبېږي او پخېږي، قرآن د انسان په شخصيت کې د علم او ايمان پخلاينه او پخېدنه غواړي، هغوی چې پر علم مین او له ایمانه تښتي اخلاقي افلاس سره مخ کېږي او هغوی چې پر ایمان مین دي او له علم نه تښتي هغوی د دیني او تشریعي احکامو په تطبیق کې پاتې راځي، ناپوه ولسونه عدالت نشي تامینولای، بې ایمانه ولسونه د اخلاقي او ټولنیز فساد مخه نشي نیولای، د علم او ایمان په ګاڼه ښایسته ولسونه د عدالت د تامین له لارې د اخلاقي سپېڅلتیا او ټولنیزې پرمختیا لوړ کچ ته ځان رسولای او بشري پرګنو ته د سعادت وسیله کېدلای شي، همدا لامل دی چې قرآن کریم دواړه سره غبرګ یادوي: «وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَالْإِيمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِي كِتَابِ الله إِلَى يَوْمِ الْبَعْثِ فَهَذَا يَوْمُ الْبَعْثِ وَلَكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ».[1]

(د علم او ايمان خاوندان وايي چې د الله تعالی په ليكنه كې خو تاسې د حشر تر ورځې پورې (په مودو مودو) ځنډېدلي يئ، اوس دا هماغه د حشر ورځ ده خو تاسې نه پوهېدئ).

قرآن وايي د مؤمن درجه لوړه ده ؛ خو د ايمان ترڅنګ چې علم هم ولري، درجې يې ډېرې لوړې دي: «يَرْفَعِ الله الَّذِينَ اٰمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ»[2]

(له تاسې نه چې كوم كسان مؤمنان دي او كومو كسانو ته چې علم وركړ شوی، الله تعالی به هغو ته لوړې درجې وركړي او تاسې چې څه كوئ الله تعالی پرې ښه خبردى).

بشر د علم او ایمان ریښې د خړوبوونکې تعلیمي او تحصيلي بهير له لارې د قرآن کریم د عامې روغتیا د هر اړخیزې شفا هدف ترلاسولای شي. هره ټولنه چې علم او ایمان پکې یو له بل نه مرور وي، هغه له سقوط سره مخ وي او د پرمختګ درشل ته سر نشي ور ښکاره کولای. که مې څوک د قرآن په اړه وپوښتي زه به وايم قرآن د علم او ايمان کتاب دی، ايمان يې علمي توضيح کړی او علم ته يې مومنانه ژمنه بښلې ده.



[1]. الروم: ٥٦.

[2]. المجادله ١١.


No comments:

Post a Comment