لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآن د روغتيا سرچینه
قرآن د
ايمان، شفاء او هدايت سرچينه ده، البته هغو
مؤمنانو ته چې نورو ته
د امن بښنې اراده په زړه، فکر او عمل کې پالي.
قُلْ هُوَ
لِلَّذِينَ اٰمَنُوا هُدًى وَشِفَاءٌ وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِي اٰذَانِهِمْ
وَقْرٌ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى أُولَئِكَ يُنَادَوْنَ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ».[1]
(دوى ته
ووايه دا قرآن کریم د ايمان راوړونكو لپاره هدايت او شفا ده، مګر كوم كسان چې
ايمان نه راوړي، د هغو لپاره د غوږونو دروندوالی او د سترګو پټۍ ده. داسې ده لكه
له لرې نه چې ورته نارې وهل كېږي).
زموږ د
اسلامي هېوادونو د وروسته والي یو اساسي لامل د علم او ايمان ترمنځ واټن او د عقل
و عاطفې ترمنځ ټکر دی، په داسې حال کې چې د دوی قوی اړيکې، يو د بل ملاتړ او متوازنې پرمختیاوې د دین غوښتنې دي.
اوس هم ډېر ناپوهان شته چې د علم او ایمان د ټکر د ناروا
دعوې د ثبوت درواغجن خوبونه ويني او د دې بايللي ميدان د ګټلو دروغجنې او ناشونې هيلې په زړه کې پالي او دا ساده
ګان نه پوهیږي چې له ساینس نه لرېوالی د پېغمبرانو ټاټوبي او د تمدنونو سرلاري ژور
ګړنګ ته ورغورځوي او له دې وروسته دا کار امکان نه لري، چې د ساينسي علومو له لارې
خلک بې دينه کړي. دا هم ځکه امکان نه لري چې ساينسي علوم د انسان عقل او عاطفه د
دين منلو او عملي کولو ته چمتو کوي.
No comments:
Post a Comment