لیکوال:محمدناصر حلیمي
بښونکى او رڼوونکى ذکر
قرآني ذکر مؤمن ته ژوند بښونکی او ژوند رڼوونکی
دی. نارینه او ښځینه ته چې مؤمن وي، دا قرآن کریم هر اړخیز پند دی. الله تعالی وايي: «مَنْ
عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ
حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا
يَعْمَلُونَ».[1]
(هر څوك چې ښه عمل وكړي، نر وي كه ښځه، په دې
شرط چې مؤمن وي، پر هغه به موږ په دنيا كې سپېڅلى ژوند تېر كړو او (په اخرت كې به)
دغسې خلكو ته د هغو اجر له ډېرو ښو عملونو سره سم وركړو).
د قرآني ذکر پايله پوهول، هوښيارول او ويښول دي. قرآني ذکر د بشريت د ژوند ټولو اړخونو
ته تر قيامته د تضمینوونکي پند یواځينۍ مرجع ده. دا پند
باید د نړۍ ټولو ژبو ته د تطبيقي او منجو
معتبرو سرچينو له لارې ورسول شي. پورته آيت کې حَيَاةً
طَيِّبَةً د قرآني ذکر پایله ده،
پدې معنا چې د دوی خېټې به مړې وي بدنونه به يې په ښو او پاکو جامو پټ وي، روحونه
به يې آرام او عقلونه به يې هوښيار وي.
«وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ
فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (٤٣) بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ
لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ (٤٤)
أَفَأَمِنَ الَّذِينَ مَكَرُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ يَخْسِفَ الله
بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ».[2]
(اى
محمده! له تا نه مخكې هم چې كله موږ پېغمبران لېږلي، د هغو خلكو لوري ته چې موږ
خپل پيغامونه لېږل، له سړيو پرته مو بل چا ته نه دي
لېږلي. أهل ذکر وپوښتئ، كه تاسې پخپله نه پوهېدئ. پخوانیو
پېغمبرانو ته هم موږ روښانه نښانې او كتابونه لېږلي وو، اوس مو دغه ذكر پر تا نازل
كړی دى، چې خلكو ته هغه ښوونه چې ورته نازل كړاى شوې ده واضح کړې او چې خلک (پخپله
هم) غور او فكر وكړي. ايا هغه خلك چې (د پېغمبر د بلنې پر خلاف) بدې دسيسې جوړوي، له دې خبرې نه بېخي بې غمه شوي
دي چې الله تعالی به هغوی په ځمكه كې ښخ كړي، يا به له داسې كوم لوري نه پرې عذاب
راولي چې د دوی خیال او ګمان کې
هم نه راځي).
د دې ذکر
عملي تشریح او تطبیقي توضېح د ستونزو رژولو او د وړتیاوو د ودې پرمحور د پوهانو دنده ده. د عامو خلکو فکرونه باید د همدې
قرآني ذکر له لارې داسې وروزل شي، چې د تطبیق له لارې د ژوند هره برخه د الله
تعالی په خبرو کره او پوره کړي او د ژوندانه په ټولو اړخونو پوه، هوښيار او ويښ کړي.
No comments:
Post a Comment