لیکوال:محمدناصر حلیمي
۴.
قرآني کیسې او هدايت
د انسان د هدايت لوړه بېلګه دا ده، چې د قرآن کریم په عبرتناکو قصو دروغجنې
خبرې له منځه یوسي. د بدو خلکو تقلید ونه
کړي د بدۍ اعتبار له منځه يوسي. خير او ښېګڼه د ژوندانه په ډېرو برخو کې د
ښېګڼو محور شي.
قرآني کیسې او لارښوونې په انسان کې د پوهې، هدايت او مهربانۍ خویونه او ارزښتونه
مضبوطوي.
پاک او پوه انسانان د ټولنې د ملا
تیر دي. د دوی پاک زړونه، پخې ارادې او راڼه عقلونه باید
د پېغمبرانو غوندې د سپېڅلو، ګټورو او هدفمنو
چارو، د الهي او بشري حقونو له اداکوونکو اتلانو سره
تړاو پیدا کړي نه له پت پلورو، لوټمارو او وینه تويوونکو بلوسګرو مشروټانو
سره.
«يَاأَيُّهَاالنَّاسُ قَدْ
جَآءَتْكُمْ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى
وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ (٥٧) قُلْ بِفَضْلِ الله وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَلِكَ
فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ».[1]
(اى خلكو! تاسې ته ستاسې د رب له لوري نصحيت راغلى دى. دا هغه څه دي چې د
زړونو د ناروغيو شفا ده او د منونکي لپاره هدايت او رحمت دى. اى پېغمبره ووايه چې
دا د الله تعالی فضل او د هغه مهرباني ده، چې را وایې ستوله، پر دې خو بايد خلک خوشحاله شي. دا تر ټولو هغو
شيانو ډېر غوره دى چې خلک يې را غونډوي).
قرآن انسانانو ته ترککړتیا مخکې
موعظه ده، چې له غلطو کړنو، افکارو
او ويناوو ځان وژغوري او له رنځونو وژغورل شي شفا ده، چې د عقلي، عصبي، رواني او جسمي رنځونو درملنه يې وشي، خو که چا د رښتيني مؤمن ځانګړنې په ځان کې پيدا کړې، د هغه لپاره هدايت او رحمت دی.
په پورته آيتونو کې الله تعالی وايي،
چې قرآن د عاطفي رنځونو تر درملنې وروسته د انسان په زړه او ضمير کې د هدايت
ښوونیزه او روزنیزه ډيوه بلوي او د رحمت بهانده چينه يې په زړه کې خوټوي.
سخت زړى، رنځور ضميره او بې رحمه انسان چې د
قرآن کریم له لارې وګړي د بدمرغۍ، ناکامۍ او
تريخ ژوند پر محور را څرخوي، د داسې زهرجنو پوهانو له شره دې الله تعالی د ځنګلونو
ځناور هم وساتي.
٤. د الله تعالی په فضل خوشحالي: د الله تعالی فضل دا دى چې ټولنيزه نېکمرغي د
وګړيزې پرمختیا، پراختیا او
نېکمرغۍ له لارې راشي او وګړيز پرمختګ د ټولنيز پرمختګ
بنسټ شي چېرته چې د فردي ګټو له لارې ټولنيزې ګټې له
منځه ځي، هلته د الله تعالی غضب اوري.
٥. د الله تعالی په رحم خوشحالي: د الله تعالی رحم دا دى چې اړتياوې له حلالو لارو حل شي او
د اړتیاوو په حل کې
حرامو ته اړتيا پيدا نشي.
٦. د
الله رضا غوښتونکې ټولنه: الله تعالی د خپلو بنده ګانو په خوښۍ خوښ او پر خپګان يې
خپه وي.تر هر څه د الله تعالی خوښي لومړيتوب لري، داسې ټولنه چې هر انسان د خپل خالق د رضا د
حصول لپاره هلې ځلې کوي، هلته څوک د چا مريى نه دى او نه څوک د چا د مريېنې هڅه لري.
هغه مجرم قوم چې يو پر بل ظلم کوي، يو د بل په محرومولو کې
نقش لري، يو بل ګناه ته هڅوي، داسې قوم
په داسې عذابونو اخته کېږي چې د ژوند هره صحنه يې شخصيت ځپونکې او انسان ربړوونکې وي.
نن چې موږ پخپلو خوږمنو د شخصیتونو له نشت سره مخ یو، لامل یې ټولنیز ظالمانه جوړښت
دی، د هرانسان عقل که هر څومره له ګټورو او
پايلنو معلوماتو څخه ډک وي، خو چې زړه يې له غچ اخېستنې ډک وي عقل او نورو غړو ته له غچ اخېستنې پرته د بل کار اجازه نه ورکوي.
«حَتَّى
إِذَا اسْتَيْئَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَآءَهُمْ
نَصْرُنَا فَنُجي مَنْ نَشَاءُ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ
الْمُجْرِمِينَ (١١٠) لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَابِ
مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَى وَلَكِنْ تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ
وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ»[2].
(له پخوانیو
پېغمبرانو سره هم همدا شوي دي، چې ډېر وخت یې نصحيت وكړ ؛ خو خلكو وانه ورېده تر
دې چې كله ترې پېغمبران نهيلې شول او خلكو هم دا وانګيرل چې د عذاب په اړه ورته
دروغ ويل شوي وو، نو ناڅاپه پېغمبرانو ته زموږ مرسته ورسېده. كله چې داسې وخت راځي
؛ نو زموږ قانون دا دى چې چا ته مو خوښه شي، نجات وركوو او پر مجرمانو زموږ د عذاب
د راتګ مخه نشي ډب كېداى. د مخكينیو خلكو په دې کيسو
كې د پوهې خاوندانو ته عبرت دى. دا څه چې په قرآن کریم كې بيانېږي له ځانه خبرې نه
دي ؛ بلكې كوم كتابونه چې له دې نه مخكې راوړل شوي دي، د هماغو تصديق او د هر شي
تفصيل دى او د ايمان راوړونكو لپاره هدایت او رحمت).
No comments:
Post a Comment