سپېڅلتيايي توپيرونه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

سپېڅلتيايي توپيرونه

د بشريت د سعادت لپاره"بلدة طیبة"،"ذرية طبية" "الکلم الطیب" "الأکل الطیب" او "النکاح الطیب" "الحیاة الطیبة" رامنځته کول د مسلمانانو بنسټيزه دنده ده، د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ستر لامل دا دی، چې د نړۍ په کچه مسلمانان د پورته شپږو ډګرونو په ايجاد او وده کې پاتې راغلل. د پېغمبرﷺپه زمانه کې وقایوي طب دومره پرمختګ وکړ، چې په څلورو میاشتو کې طبیب ته چا اړتيا نه پیدا کوله.

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په وخت کې اقتصاد دومره پیاوړی ؤ، چې چا زکات نه اخسته. د ابوبکر صدیق رضى الله عنه په وخت کې حکومتي رڼښت دومره پرمختګ وکړ، چې ابوبکر رضى الله عنه خپل شخصي باغ حکومت ته ورکړ، د عمر بن خطاب رضي الله عنه په وخت کې سیاست دومره وده وکړه، چې ښځه پاڅېږي او د مهر د تعيين په اړه د امیرالمؤمنین خبره ردوي او عمر رضي الله عنه اعتراف کوي، چې سمه خبره دې وکړه، زه غلط شوم.

خو پر دې وروستیو حالاتو ژړا پکار ده، ځکه چې د ژوند په هېڅ ‌‌‌‌ډګر کې مو د بني آدم د دمې او آرام لپاره خپلې ژمنې پوره نه کړې.

قلمي لاس ته راوړنې مو درلودې. د هوسپالو واکمنانو په بدچلنۍ څه رانه چنګېز د فرات[1] په سیند کې لاهو کړې. څه نورو استعماري هېوادونو یووړې او د مسلمانانو نوښتونه یې پخپلو نومونو اعلان کړل. له همغو کتابونو نه په استفاده نن د علمي پرمختیاوو مخکښان دي موږ د خپلو پوهانو له پوهې ګټه وانخسته او خپلو ننګياليو ځوانانو وړتياوې مو د کره او پوره کار اجرا ته چمتو نه کړې، هماغه وو چې پښې مو وښوېدې او د ارمانونو مانۍ مو ونړېدې.



[1]. د فرات سیند په عراق کې دی ، چنګېز پکې د اسلامي پوهانو په لکونو لیکلي علمي اثار وغورځول د سلګونو کلونو عالمانه او مخلصانه هڅې یې په اوبو لاهو کړې.


No comments:

Post a Comment