لیکوال:محمدناصرحلیمي
د ځان سپکاوی( استخفاف)
استخفاف
په غلطه لار او غلطو کارونو کې د یو چا ملاتړ او حمایت ترلاسول. [1]
ځینې خلک
دا آیت د عامو خلکو لپاره پېغور ګرځوي، زما په نظر دا آیت دیني علماءو ته پېغور دی،
هغه دا چې څومره ستاسو ولسونه پردي نوکران او د پردیو ګټو ساتندویان وو، په دې پوه
شئ چې د خپلو ولسونو د حقونو او ددوى د علمي کچې د لوړولو په اړه مو کار نه دی
کړی.
الله
تعالی وايي: «كَذَلِكَ يَطْبَعُ الله عَلَى قُلُوبِ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ
(59) فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ الله حَقٌّ وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لَا
يُوقِنُونَ».[2]
(الله
تعالی د هغو خلکو زړونه مهر کوي چې پرحق نه پوهیږي او د حق د حاکمیت لپاره ټینګ
اوسه، د الله تعالی وعده رښتیا کېږي، بې باوره او بد باوره خلک باید ستا ملاتړ تر
لاسه نه کړي).
د غلطو، لنډپارو
او لوټمارو پلویان د عقل او علم له پلوه سپک خلک دي. ځکه دوی د رمې غوندې دي د
شپانه او قصاب ترمنځ توپیر نه کوي، شنه واښه یې چې د هر چا په لاس کې ولیده، ورپسې
رمباړې او شعارونه وايي. پرسپکو قومونوچې هر چا پانګونه وکړه د سپيو غوندې يې
غپلي او خپل ولس ورباندې داړلی شي.
[1]. القنوجي ، أبو الطيب محمد صديق
خان بن حسن بن علي ابن لطف الله الحسيني البخاري القِنَّوجي فتح البيان في مقاصد القرآن ج10 ، ص 269 عربي
متن: «استجهله حتى حمله على اتباعه في الغي».
[2]. الروم: ۵۹- ۶۰.
No comments:
Post a Comment