لیکوال:محمدناصرحلیمي
وړو خبرو لویې خبرې پټې کړې
متأسفانه
زموږ د دردونو او آهونو سرچينه د دیني علماوو خپلمنځي کړکېچ، استحبابي ناندريزه بوختیا
او په فرعي اختلافي موضوع ګانو کې غیر عالمانه بوختېدنه ده. ټول اسلامي امت دا
خبره مني چې قرآن کریم د دين له فرعي موضوع ګانو سره هېڅ تړاو نه لري. سره له دې
هم ډېر بې انصافه او د بشريت له عمده دردونو او کړاوونو بې پروا خلک په
مسلمانانو کې د همدې فرعي موضوع ګانو پر محور متضادې خوني جبهې جوړوي. مادي
او معنوي زېرمې، بشري، طبیعي او اجتماعي وړتیاوې ځپي. کمي او کیفي استعدادونه په
همدې فرعي موضوع ګانو د حق او نا حق د اثبات په پلمه هدر او عبث کړي. په
داسې حال کې چې په اختلافي موضوع ګانو کې"اولی عدم اولی""راجح
او مرجوح"او"ډېر
ثواب او لږ ثواب"اصطلاحات
ټولو منل شویو علماوو کارولي دي. [1]
[1] . لاندې کتابونه وګورئ: ۱. الارضاف فی بیان اسباس الاختلاف الاعتدال فی
التدین فکر «اوسلوکا ومنه کا»
الدکتور محمد مصطفی الزحیلی، منشورات کلية الدعوة الاسلامية
No comments:
Post a Comment