د کيسو په بڼه خبر


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د کيسو په بڼه خبر

قرآني کيسې عقل ته داسې ثبات بښي چې عاطفي او عقلي قوتونه ورسره تنظيمېږي او عاطفه داسې روزي چې عقل نشي زیانمنولای، عاطفي وده د عقلي ودې او عقلي وده د عاطفي ودې لامل دی، چې دا ځانګړنه د نړۍ په هېڅ کتاب کې نشته.

د عقلي، عاطفي او فزیکي قوتونو ترمنځ داسې تړاو پیدا کوي، چې انسان په کره او پوره بڼه د الله تعالی عبادت او د مخلوقاتو خدمت ته چمتو کوي.

د مثال په توګه طالوت په علمي او جسمي متوازن کمال او جمال داسې ستايي: «إِنَّ الله اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ».[1] (الله تاسو لپاره ځکه مشر وټاکه چې علمي او جسمي قوتونه يې وربښلي وو).



[1]. البقرة: ۲۴۷.


No comments:

Post a Comment