د مـټکور ښار توپير له ښېرازه ښار سره


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د مـټکور ښار توپير له ښېرازه ښار سره

قرآن مـټکور ښار ته (نکد) ښار وايي، چې قرطبي د «نکد» لفظ داسې تعريفوي: "نَكِداً"نحوي ځای یې حال دی.

«وَهُوَ الْعَسِرُ الْمُمْتَنِعُ مِنْ إِعْطَاءِ الْخَيْرِ قَالَ مُجَاهِدٌ: يَعْنِي أَنَّ فِي بَنِي آدم الطَّيِّبَ وَالْخَبِيثَ».[1]

(هغه مټکور چې هېڅ خیر نشي رسولای او مجاهد وايي: د آدم په اولاد کې طیب او خبیث شته).

قرطبي لیکلي دي: (سمه خبره همدا ده، چې د طیب لفظ ټولې چارې په عامه توګه په ځان کې رانغاړي، کسبونه، کړنې، خلک، فنون، علوم او داسې نور).

 خبیث په دوی کې هغه دی، چې کامیابي نشي ترلاسولای. ښه آینده نه لري که څه هم له کمي پلوه ډېر وي او طیب هغه دی، چې ګټوره او ښایسته پایله ولري که څه هم لږ وي)[2].

د طیب او خبیث په اړه د قرطبي تفسیر وضاحت ډېر حیرانوونکى دی وايي: (طیبه زمکه یعنې هغه ښېرازه زمکه چې زرغونول کوي، خبیثه زمکه یعنې ګاګره او شاړه زمکه چې څه پکې نه زرغونيږي او  وده نه کوي).

حسن وايي: (دلته تشبېه ده، هغه قومونه چې ژر پوهېږي هغه ته «البلدالطیب» وايي او هغه چې ټپ ذهنه او ګنګس وي، هغه ته «خبیث» ویل کېږي).

(داسې هم ویل شوي دي، چې دا د انساني عقلونو او عواطفو مثالونه دي، هغه زړونه چې له ښو او ګټورو خبرو خوند او پند زر اخلي او هغه زړونه چې له ګټورو او ښو ویناوو څخه خوند او پند نشي اخستلای او نه نتیجه پرې مرتبولای شي). [3]

اوس که موږ مسلمانان د دغه ستر مسلمان فیلسوف څو کرښې د عمل ډګر ته را ایستلې وای ؛ نو شاړې زمکې به مو ټولې ښېرازه کړې وای، کراړې او دښتې لا څه چې په وچو غرونو کې به مو هم د ونو او بوټو د زرغونتیا چاپېريال تيار کړی وای، د څپاندو سیندونو پر غاړو پراخه ښېرازې زمکې لرو، بشري منابع کار او زیار ته چمتو لرو، خو متأسفانه بیا هم ترې د استفادې وړتیا نه لرو. دا استعداد چې الله تعالی له موږ نه اخیستی، علت يې هغه اجتماعي ظلم او کاري فساد دی، چې موږ پکې اخته قانع او په بې کفايته مديريت او رهبريت کې يې راڅرخوو. څوک ظلم کوي، څوک پر تېریو ځان کڼوي، څوک يې ګالي او څوک يې د ظالم په مخکې له خولې هېڅ وينا نه باسي لامل يې دا دی، چې په پېغمبري دود مو قرآن کریم نه دی دود کړی.

زه په ډاډ سره ویلای شم چې که له پېغمبري دود سره برابره یوه مدرسه په ټوله نړۍ کې ولرو، بشري ناورینونه ورک کېږي.

که د حسن خبرې مو عملي کړي وای، باید د انسانانو د ذهني ودې لپاره مو دومره کړی وای چې د خپلو وګړو صفر استعدادونه مو لوړې کچې ته رسولی وای ؛ خو روزنیزه کچه مو دومره ټیټه ده، چې لوړه کچه ټيټې کچې ته کېوځي او یا د ټولنې په زیان پریوځي. متأسفانه زموږ ټولنیز جوړښت داسې شوی چې د عمر، علم او مقام د لوړېدو په کچه د خیر توقع ترې کمېږي.

په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: «عَنْ أَبِى بَكْرَةَ أَنَّ رَجُلاً قَالَ: يَا رسول الله أَىُّ النَّاسِ خَيْرٌ؟ قَالَ: مَنْ طَالَ عُمْرُهُ وَحَسُنَ عَمَلُهُ ». قِيلَ فَأَىُّ النَّاسِ شَرٌّ؟ قَالَ:"مَنْ طَالَ عُمْرُهُ وَسَآءَ عَمَلُهُ».[4]

(له ابو بکر نه روایت دی چې یوه سړي وویل: ای رسول الله! غوره انسان څوک دی؟ هغه وویل:"چې عمر یې ډېر وي او اخلاق یې ښایسته وي. ویې ويل: ډېر بد څوک دی؟ هغه وویل: چې عمر یې ډېرېږي او اخلاق یې بدیږي).

د دغه ټولنیز رواني رنځ درملنه د قرآنپوهانو دنده ده.



[1]. قرطبي ، اندلسي ، ابو عبدالله محمد بن احمد بن ابي بکر«الجامع لاحکام القرآن» تفسير القرطبي ، ج ۷ ص ۲۳۱.

[2]. قرطبي ، اندلسي ، ابو عبدالله محمد بن احمد بن ابي بکر«الجامع لاحکام القرآن» تفسير القرطبي ، ج۶ ص ۳۲۷. « وَالطَّيِّبُ وَإِنْ قَلَّ نَافِعٌ جَمِيلُ الْعَاقِبَةِ ». . الله تعالی وايي: « وَالْبَلَدُ الطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَباتُهُ بِإِذْنِ رَبِّه ».

[3]. د قرطبی د وینا عربي متن: « أَيِ التُّرْبَةُ الطَّيِّبَةُ. وَالْخَبِيثُ الَّذِي فِي تُرْبَتِهِ حِجَارَةٌ أَوْ شَوْكٌ ، عَنِ الْحَسَنِ. وَقِيلَ مَعْنَاهُ التَّشْبِيهُ ، شَبَّهَ تَعَالَى السَّرِيعَ الْفَهْمَ بِالْبَلَدِ الطَّيِّبِ ، وَالْبَلِيدَ بِالَّذِي خَبُثَ ، عَنِ النَّحَّاسِ. وَقِيلَ هَذَا مَثَلٌ لِلْقُلُوبِ ، فَقَلْبٌ يَقْبَلُ الْوَعْظَ وَالذِّكْرَى ، وَقَلْبٌ فَاسِقٌ يَنْبُو عَنْ ذَلِكَ».

[4]. البیهقي ، ابن ترکماني ، أحمد بن الحسين بن علي، السنن الكبرى للبيهقي وفي ذيله الجوهر النقي ، ج 3 ، ص371.


No comments:

Post a Comment