رحم


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

رحم

د ثروت، راحت، عزت او نعمت غوندې، خواږه او دې ته ورته نور په زړه پورې او پر ځای کلمات هم شته، چې بايد د رحم پر ځای راوړل شوي او کارول شوي وای ؛ خو دلته د رحم کلمه ځکه استعمالېږي او ډېر پر ځاى ده، چې د قرآن کریم بنسټيز هدف رحم دی، چې انسان د قرآن له لارې سخت زړۍ ته زړه ښه نه کړي یا که کله کوم سخت زړى انسان د دې قرآن له لارې د ټولنې د مشرۍ واګې په لاس کې اخلي، د قرآن کریم د ملتیا مدعي وي ؛ نو خلک باید د ده په وینا، فکر او عمل کې پر بې وسو خلکو د رحم کچه وګوري او بیا د ښو او بدو قضاوت پرې وکړي خلک په دې وپوهوي، چې د قرآن کریم د نزول هدف په پراخه کچه په فردي، کورني او ټولنیز ژوند کې د رحم دودول دي.

په اسلامي تاریخ کې ويني بهوونکي چارواکي له قرآن کریم نه بې خبره نه وو ښايي انسانيت تر حجاج بن يوسف ياغي سفاک نه وي ليدلی ؛ ځکه چې ده يوه ستره او سپېڅلې بشري ټولنه ووژله ؛ خو دى په قرآن کریم پوهېده د قرآن کریم له علم سره چې رحم يې په زړه کې نه و د بشر ژغورنې پر ځاى د بشر وژنې چار پر مخ وړي كومه سپېڅلې بشري علمي پانګه چې ده ووژله، اسلامي نړۍ يې تر زرګونو کلونو بیا نشي ترلاسولای، د ده وژنو د چنګیز لپاره لار هواره کړه، ځکه سخت زړي انسانان تل له شرعي نصوصو د حق تروړني لپاره کار اخلي او د کتاب له محتوی او منځپانکې نه د کرکې د خپرېدا او غچ د پیاوړتیا لپاره تحریفونه او تاویلونه کوي او د قرآني اصولي اهدافو په له منځه وړلو لاس پورې کوي.

محمدالغزالي رحمه الله وايي: «ان انتشار الکفر فی العالم یجعل نصف اوزاره متدینون بغضوا الله الی خلقه بسوء صنیعهم وسوءکلامهم».[1]

(نن چې په نړۍ کې څومره کفر خپور شوی، نیمايي ګناه يې پر هغو دیندارانو ده چې الله تعالی يې خلکو ته د خپلو ناوړه کړنو او ستغو ویناوو له لارې بد ورپېژندلی).

اسلام ته منسوبې ټولنې، مدارس، مذاهب او ګوندونه مکلف دي، چې په درسي ارګانونو کې د معصومو او تنکیو ماشومانو د بې رحمانه وهلو مخنیوی وکړي، چې انساني جوهر يې د قرآن کریم د حفظ او علومو د زده کړې په نامه مات او په دوی کې د رحم، عدل او مينې روحيه تردې زيات ونه ځپل شي چې د قرآن کريم بار منزل ته نشي رسولای.



[1]. الوفد ، فی ذکری وفاته. . تعرف علی ابرز مقولات الشیخ محمد الغزالي ، کتب احمد عبدالله. انترنیت.


No comments:

Post a Comment