لیکوال:محمدناصر حلیمي
مسلمان او روغتیایي پرمختیاوې
مسلمانان
پخوا د روغتيایې پرمختیاوو ښوونکي، روزونکي او څاروانان وو، خو اوس یې نندارچيان
دي.
د طبي پرمختیاوو بنسټونه مسلمانانو کېښودل ؛ خو ګټه ترې
نورو ولسونو واخیسته. مسلمانان په استحباب کې د اختلاف، سياسي استبداد اداري او مالي فساد او شخصیت ځپونکي تعصب له امله پاتې راغلل. د قرآن کریم له
نزوله وروسته بشري پرګنو د مسلمانانو په لاس حیرانوونکې طبي پرمختیاوې وليدې، خو
وروسته ډېر کمزوري او له دې نعمته بې برخې شول. اوس چې لویدیځ د روغتیا په ډګر کې ګټور او پرمختللي ګامونه کېښوده، وياړمن حیرانوونکي
پرمختګونه يې وکړل چې ډېری څېړنې یې د قرآن کریم علمي معجزه ده او د مسلمانانو د
وروسته پاتې والي لامل د مسلمانانو د غفلت او خپلمنځي تعصباتو د ناوړو پایلو ناوړه
او کرکجن انځور دی.
زموږ هغه هوښیار علمي پاټکی(قشر) چېرې دی، چې د خیر
په دې پراخه ډګر کې د بشريت لپاره تر نورو ټولو ولسونو زیات د ژغورنې او روغتيا
ذریعه وګرځي!؟ په دې معنا چې موږ مسلمانان ژمن يو، چې باید د طبي پرمختیاوو
څاروانان شو، نه نندارچیان.
No comments:
Post a Comment