لیکوال:محمدناصر حلیمي
۳۰. عقل پنځوونکی
او عواطف رڼوونکی دود
د قرآن کریم له شاګردانو سره عقل پنځوونکی
چلن او ویښوونکی تعامل د دوی زړونه او فکرونه قرآنپوهنې او عملي کوونې ته چمتو کوي،
د قرآن پر شاګردانو متوازن فکري، جذباتي او جسمي فعالیتونه اجرا کول دوی ته د قرآن
د کره زدکړې او تطبیق وړتیا وربښي.
عقل پنځوونکی په دې معنا چې د
اسمانونو او زمکې د طبیعي، اجتماعي او روزنیزو حقایقو ترلاسول او حقونه يې په
عالمانه توګه پېژندل او ادا کول دي. د کایناتو د حقونو
راسپړل، د مسؤولیتونو ادا، د ژمنو پوره کول له
هر انسان نه د قرآن کریم
غوښتنه ده.
قرآنپوه باید د قرآن له لارې انسانپاله،
وړتیا پاله، مینه ناکه او خوږه ټولنه رامنځته کړي. داسې ټولنيز ژوند چې د الله تعالی او بنده ګانو حقونه
پکې تلف نشـي فحشا او منکر پکې و نه پالل شي.
الله پکې لوی وي او د نورو ټولو
خلکو د وړتیاوو د غوړېدا او د اړتیاوو د حل لپاره عزتمنه مخه هواره شي او خلک د
عدالت او متوازن پرمختګ پر محور سره برابر او سکه ورونه وي.
د عمل، نتايجو او خدمتونو ډګر د
سالمو سیالیو او مخلصانه اتلولیو لوراند چاپېریال شي عالمانه تعقل ګڼل کېږي.
الله تعالی فرمايلي دي: «وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا
الْعَالِمُونَ (٤٣) خَلَقَ اللهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ
بِالْحَقِّ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَاٰيَةً لِلْمُؤْمِنِينَ (٤٤) اتْلُ
مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ
تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَلَذِكْرُ الله تعالی أَكْبَرُ
وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ».[1]
(دغه مثالونه د خلكو د پوهونې لپاره
راوړو، خو یواځې د علم خاوندان پرې پوهېږي، الله تعالی اسمانونه او ځمكه په حقه
پيدا كړي دي، په حقيقت كې په دې كې د مؤمنانو لپاره يوه نښه ده. (اى پېغمبره) هغه
كتاب ولوله چې تاته وحى کېږي او لمونځ کوه، ځکه لمونځ فحشاء او ناوړو چارو
تمبوونکى او د الله تعالی ياد تر دې هم ډېر لوى دى. الله تعالی په هغه څه چې تاسې
يې كوئ پوهېږي).
رښتینی قرآنپوه، له موافق او مخالف
(دواړو) سره عالمانه استدلال، کریمانه دریځ او رحیمانه چلن لري.
رښتينی قرآن پوه په خبرو او چارو
کې د خپلو تصرفاتو، ګټورتیا، ښکلا، خوږلني او خوږبویي له لاسه نه ورکوي.
تر دې چې قرآنپوه باید دومره وخت
او داسې اراده و نه لري چې د بدیو په مقابل کې بدي وکړي. ځکه چې ژمن مسلمان د نېکو
هڅو د ودې له لارې د فردي او ټولنیزو بدیو ریښې پرېکوي.
(منافقانو به رسول الله صلی الله
علیه وسلم ته (سام علیک یا محمد) پر تا دې مرګ وي، ای محمده! رسول الله صلی الله
علیه وسلم به فقط وعلیکم پر تاسو ورته وويل، عايشې رضي الله عنها به ورته وويل: پر
تاسې دې مرګ وي، د الله تعالی په لعنت اخته شئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته
وويل: نه! مؤمن چا ته ستغې سپورې نه وايي ما يې ځواب ووایه: پر
تاسې دې وي).[2]
[1]. القصص: 43-٤٥.
[2]. بخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل ، (الجامع الصحيح)، صحيح البخاري ، ج ۸ ص ۷۵.
قشيري ، مسلم بن الحجاج صحيح المسلم ، ج ٤ ص ١٧٠٦. له عايشې رضي الله عنها څخه
مرفوعاً روايت شوى. «عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عَنْهَا قَالَتِ اسْتَأْذَنَ رَهْطٌ
مِنَ الْيَهُودِ عَلَى النَّبِيِّ صلى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالُوا السَّامُ
عَلَيْكَ فَقُلْتُ بَلْ عَلَيْكُمُ السَّامُ وَاللَّعْنَةُ فَقَالَ يَا عَائِشَةُ
إِنَّ الله رَفِيقٌ يُحِبُّ الرِّفْقَ فِي الْأَمْرِ كُلِّهِ قُلْتُ أَوَلَمْ
تَسْمَعْ مَا قَالُوا قَالَ قُلْتُ وَعَلَيْكُمْ«.

No comments:
Post a Comment