لیکوال:محمدناصرحلیمي
څه باید وشي؟
وړاندیز دا دی چې علماو ته په پوهنتونونو، دارالمعلمينونو، علومو اکاډمۍ، اسلامي ګوندونو، دار العلومونو، مدرسو او مسجدونو کې په
دې اړه کلنۍ دورې وړاندې شي او موضوع يې یواځې همدا وي:
د قرآن، نبوي احادیثو، اسلامي فقهې او اوسنيو څېړنيزو علومو په رڼا کې بشري ستونزې کومې دي؟ څه ډول حل شي؟ بشري وړتیاوې د کیفیت او کمیت
له پلوه کومې دي، څه ډول وده کوي؟ کمي او کیفي استعدادونه څه ډول کارنده او منتج
شي؟ د ګڼو اړتياوو ترمنځ اوډون څه ډول راشي؟ د قرآن کریم له لارې څه ډول سپېڅلې او پر مخ تللی شي؟
موږ د بشري نړۍ د ستونزو په حل کې
د الله تعالی او د خلکو پر وړاندې څه مسؤولیت لرو؟
د دې مسؤولیتونو د کره اجراء لپاره
څه کولای شو؟
د باکفایته تشکیل په جوړولو د خالق او مخلوق د حقونو د اداء
پر محور شته وړتياوې او واکمنان څه ډول په منتجه بڼه
بوختولای شو؟
ځوانې وړتیاوې له پخو او پخوانیو وړتیاوو
سره د منتجو چارو د ترسرونې پر محور څه ډول اوډلې او منظمې شي؟
No comments:
Post a Comment